دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۸
د مطلب کود : 256920
د کندز د بادامو محصولات څه باندې ۸ زره ټنه اټکل شوی دی
د هېواد په شمال ختيځ کې د کندوز د کرنې او اوبو لګولو رياست چارواکي وايي، چې سږ کال د دغه ولايت د بادامو حاصلات ٨٤٦٥ ټنه اټکل شوى، چې د تېر کال په پرتله ٣٠ سلنه زياتوالى ښيي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: امان الله حسن؛ د کندز د کرنې او اوبو لګولو رئیس افغان غږ خبری آژانس ته وویل: سږ کال به په کندز کې د بادامو له ۶۵۸۰ هکتاره باغونو څخه ۸۴۶۵ ټنه حاصلات ترلاسه شي چې د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
 
هغه زياته کړه، تېر کال په دغه ولايت کې د بادامو له ٦٥٨٠ هکتاره باغونو څخه ٦٥١١ ټنه بادام راټول شوي وو او په پام کې ده چې سږ کال له دغو باغونو څخه ٨٤٦٥ ټنه بادام ترلاسه شي.
 
د کندز د کرنې رئیس په وینا، مناسب اقلیم، د اصلاح شویو تخمونو وېش، د معیاري باغونو جوړول او کروندګرو ته د ناروغیو ضد درملو برابرول په دغه ولایت کې د بادامو د حاصلاتو د زیاتوالي اصلي لاملونه دي.
 
کندوز د افغانستان په شمال ختیځ کې یو له هغو کرنیزو ولایتونو څخه دی، چې ډېرې اوبه او نسبتا ګرمه هوا لري او تر ۸۰ سلنه ډېر اوسېدونکي یې په کرنه او باغدارۍ بوخت دي.
 
https://avapress.com/vdcj8me8yuqeihz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته