کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان د نړۍ تر ټولو بې وزله هېواد وپېژندل شو

19 اسد 1401 ساعت 13:51

نړیوال بانک د یوه راپور په خپرولو سره هغه هیوادونه په ګوته کړي چې د خوراکي توکو او پورونو له بحران سره مخ دي. د دغه راپور له مخې افغانستان، اریتریا، موریتانیا، سومالیا، سوډان، تاجکستان او یمن تر ټولو بې وزله هېوادونه اعلان شوي دي.


آوا: نړیوال بانک خبر ورکوي چې دغه بحرانونه به په نړیواله کچه ویجاړونکي اغیزې ولري او یوازینۍ حل لاره دغو هیوادونو ته د خوراکي توکو صادرول دي.
 
د نړیوال بانک د راپور له مخې افغانستان، اریتریا، موریتانیا، سومالیا، سوډان، تاجکستان او یمن د خوراکي توکو او پورونو له بحران سره مخامخ هېوادونه بلل شوي دي. په راپور کې راغلي چې طبیعي پېښي، لکه: وچکالۍ افغانستان زیانمن کړی او د غنمو حاصلات یې کم کړي دي.
 
د نړیوال بانک د راپور له مخې، ۶۹ سلنه افغانان د خوراکي اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري او ۱۶ سلنه کورنۍ د ورځې له یوې ډوډۍ څخه کم خواړه خوري.
 
د نړیوال بانک د راپور له خپرېدو وروسته د افغانستان د اقتصاد وزارت هم غبرګون وښود او اعلان یې وکړ چې په افغانستان کې د خوراکي توکو بحران د امریکا له خوا د افغانستان د شتمنیو د بندولو له امله رامنځته شوی دی.
 
د افغانستان د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وویل: زموږ حل لارې په څو برخو ولاړې دي. لومړی، د زیربنا پیاوړتیا، دویم، د کرنې میکانیزم او دریم، د افغانستان سوداګرۍ او ټرانزیټ پراخول؛ د دې څو برخو څخه، موږ کولی شو په تدریجي توګه اقتصادي ځان بسیاینې ته ورسیږو.
 


د مطلب کود: 256936

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256936/افغانستان-د-نړۍ-تر-ټولو-بې-وزله-هېواد-وپېژندل-شو

آوا
  https://www.avapress.com