دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۵۱
د مطلب کود : 256936
افغانستان د نړۍ تر ټولو بې وزله هېواد وپېژندل شو
نړیوال بانک د یوه راپور په خپرولو سره هغه هیوادونه په ګوته کړي چې د خوراکي توکو او پورونو له بحران سره مخ دي. د دغه راپور له مخې افغانستان، اریتریا، موریتانیا، سومالیا، سوډان، تاجکستان او یمن تر ټولو بې وزله هېوادونه اعلان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: نړیوال بانک خبر ورکوي چې دغه بحرانونه به په نړیواله کچه ویجاړونکي اغیزې ولري او یوازینۍ حل لاره دغو هیوادونو ته د خوراکي توکو صادرول دي.
 
د نړیوال بانک د راپور له مخې افغانستان، اریتریا، موریتانیا، سومالیا، سوډان، تاجکستان او یمن د خوراکي توکو او پورونو له بحران سره مخامخ هېوادونه بلل شوي دي. په راپور کې راغلي چې طبیعي پېښي، لکه: وچکالۍ افغانستان زیانمن کړی او د غنمو حاصلات یې کم کړي دي.
 
د نړیوال بانک د راپور له مخې، ۶۹ سلنه افغانان د خوراکي اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري او ۱۶ سلنه کورنۍ د ورځې له یوې ډوډۍ څخه کم خواړه خوري.
 
د نړیوال بانک د راپور له خپرېدو وروسته د افغانستان د اقتصاد وزارت هم غبرګون وښود او اعلان یې وکړ چې په افغانستان کې د خوراکي توکو بحران د امریکا له خوا د افغانستان د شتمنیو د بندولو له امله رامنځته شوی دی.
 
د افغانستان د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وویل: زموږ حل لارې په څو برخو ولاړې دي. لومړی، د زیربنا پیاوړتیا، دویم، د کرنې میکانیزم او دریم، د افغانستان سوداګرۍ او ټرانزیټ پراخول؛ د دې څو برخو څخه، موږ کولی شو په تدریجي توګه اقتصادي ځان بسیاینې ته ورسیږو.
 
https://avapress.com/vdcgw39x3ak9ny4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته