کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

متقي په کابل کې د چین د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره وکتل

19 اسد 1401 ساعت 15:51

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د چین د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره په کتنه کې له هغه څخه وغوښتل چې چین ته د افغاني تولیداتو د صادراتو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د چین د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي یوشیایونگ سره وکتل.
 
په دې کتنه کې یوشیایونگ کابل ته د خپل سفر موخه د چين په تونکشاي ښار کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو او په تاشکند کې د افغانستان او چين د بهرنيو چارو د وزيرانو ترمنځ د شوي هوکړه ليک تعقيب وباله.
 
متقي دغه راز د خوست او پکتیکا له زلزله ځپلو سره د چین له چټکو او عاجلو مرستو مننه وکړه او د چین له پالیسۍ څخه یې د افغانستان پر ملاتړ ټینګار وکړ.
 
نوموړي دغه راز په کابل کې افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې بهیر د پیل له امله د چین له حکومت څخه مننه وکړه او دغه اقدام یې د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ لپاره ګټور وباله.
 
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د چین د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي څخه وغوښتل چې چین ته د افغاني محصولاتو د صادراتو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
 
د افغانستان لپاره د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یوکسیونګ ویلي چې له افغانستان سره پر دوه اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو کار کوي.
 
 نوموړي سیمې ته د خپلو وروستیو سفرونو په ترڅ کې د افغانستان په اړه د بهرنیو چارو وزیر ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
 
هغه زیاته کړه، چین له افغانستان سره په دوه اړخیزو اړیکو کې ښه پرمختګ کړی او د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ لیدنه د دواړو هېوادونو د ژورو اړیکو نښه ده.
 
یوشیایونگ همدا راز زیاته کړه چې چین غواړي؛ دغه  له افغانستان څخه وچه او تازه مېوه وارد کړی او په دې توګه د افغانستان په ملي اقتصاد کې مرسته وکړي.
 


د مطلب کود: 256945

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256945/متقي-په-کابل-کې-د-چین-بهرنیو-چارو-وزارت-له-ځانګړي-استازي-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com