کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د پیسو تبادله کوونکو مظاهره چیانو د امریکا بیرغ وسوځاوه

20 اسد 1401 ساعت 8:42

په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید په غبرګون کې د هېواد د صرافانو اتحادیې او سلګونو هېوادوالو د دغه هېواد پر ضد لاریون وکړ او د امریکا بیرغ یې وسوځاوه. دوی ویلي چې د غاصبینو پر وړاندې به ودریږي.


آوا - کابل: پرون چهارشنبه (اسد ۱۹) د هېواد د صرافانو اتحادیې او په سلګونو کابل ښاریانو د امریکا د بې پیلوټه الوتکې له خوا د افغانستان له هوایی حریم څخه د سرغړونې په غبرګون کې د مرګ پر اشغالګر، مرګ پر امریکا او ژوندی دې وي اسلامي امارت شعارونه ورکړل او د امریکا بیرغ یې تر پښو لاندې کړ او اور یې ورته واچاوه.
 
صرافان د جو بایډن ادعا، چي ګواکي دوی د ایمن الظواهري يي په نښه کړي بې اساسه وبلل او ویې ویل، چې د امریکا ولسمشر یوازې یوه ادعا کړې او د امریکا او نړۍ خلکو ته یې د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره هیڅ ثبوت نه دی وړاندې کړی.
 
په همدې حال کې عبدالرحمن زیرک؛ د پیسو د تبادلې د اتحادیې ویاند وویل: "تاسو شاهد یاست چې څو ورځې وړاندې د امریکا بې پیلوټه الوتکې د یوه خپلواک، آزاد او اسلامي هیواد په خاوره کې په ډیر غیر مسئولانه ډول تیری وکړ او بایډن هم ادعا وکړه چې موږ د القاعدي مشر وژلی دی.
 
نوموړي ویلي، چې امریکا تر اوسه په کابل کې د القاعدې د مشر د شتون په اړه کوم ثبوت نړۍ، د افغانستان او امریکا خلکو ته نه دی وړاندې کړی.
 
نوموړي د دې په څرګندولو سره چې نن په ټول هېواد کې د امريکا د دغه بې شرمانه عمل پر ضد زموږ لاريونونه پيل شوي، وويل: نن موږ په اتفاق سره له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلانوو، چې دا ملاتړ نه د چا په غوښتنه او نه هم د چا تر فشار لاندې دی. بلکې زموږ وطنپالنه له موږ غواړي چې د هر بهرني تېري پر وړاندې ودریږو.
 
له بلې خوا محمد یونس مومند؛ د افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر وویل: د افغانستان خصوصي سکتور په هېواد کې د امنیت د تامین په خاطر له اسلامي امارت سره خپل سل په سلو کې ملاتړ اعلان کړی او هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان په خاوره تېری وکړي.
 
هغه دا هم وویل چې د نړۍ هېوادونو له اسلامي امارت سره همکاري پیل کړې ده. خو امریکا په خپلو بې اساسه ادعاوو سره د افغانستان د منزوي کولو په لټه کې ده.
 
خو ظاهر حاجي زاده؛ د پیسو د بدلولو یو تن وویل: دا ډیره د افسوس خبره ده چې امریکا ځان د بشری حقونو ملاتړی ګڼی، خو د سیمې په ټولو هیوادونو د اشغالولو هڅه کوي.
 
هغه زیاته کړه، امریکا باید له تېر څخه زده کړي، چې د دې خاورې خلک د اشغالګرو دښمنان دي او نن مو د امریکا پر ضد مظاهرې وکړې.
 
د هېواد د تبادلې د اتحاديې په پرېکړه ليک کې ويل شوي، چې د هېواد په فضا کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکو حرکت له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ګڼو او په کلکه يې غندو.
 
د هېواد د صرافانو اتحادیې هم ګاونډیو هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې امریکايي الوتکې ته د افغانستان په خاوره کې د الوتنې اجازه ورنکړي او وايي چې د ګاونډیانو دغه کړنه د اسلام او ګاونډیتوب ضد عمل ګڼو او خبرداری ورکوو.
 
د هېواد د صرافانو اتحاديې مسوولين هم د هېواد له امنيتي او هوايي ځواکونو څخه غواړي چې د هېواد له فضا څخه ساتنه وکړي او د غاصبينو شوم نيتونه شنډ کړي.
 
د يادونې وړ ده، چې په کابل کې د امريکا هوايي بريد په ملي او نړيواله کچه غبرګونونه پارولي او ځينو هېوادونو دا له نړيوالو قوانينو سرغړونه بللې ده.
 


د مطلب کود: 256959

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256959/په-کابل-کې-د-پیسو-تبادله-کوونکو-مظاهره-چیانو-امریکا-بیرغ-وسوځاوه

آوا
  https://www.avapress.com