دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۰
د مطلب کود : 256972
مجاهد په کابل کې د القاعدې د مشر د شتون په اړه نه پوهېدل د استخباراتو کمزوري وبلله
ذبیح الله مجاهد له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې په کابل کې د القاعدې د مشر د شتون په اړه د اسلامي امارت نه پوهاوی د استخباراتي چارواکو ضعف وباله.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې په کابل کې د ایمن الظواهري د شتون په اړه معلومات نه لري او دا د دوی د کمزورتیا او غفلت ښکارندويي کوي.
 
هغه دا هم وویل چې د دوحې د موافقې له مخې، امریکا باید د الظواهري په څېر د خلکو د شتون په اړه د استخباراتي معلوماتو له مخې موجوده حکومت ته خبر ورکړي. خو په نه خبرولو سره یې د دوحې له تړون څخه سرغړونه کړې ده.
 
مجاهد ټینګار کړی چې په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې له قوي کموادو څخه کار اخیستل شوی او د پېښې په ځای کې هیڅ نښه نه ده پاتې شوې.
 
په همدې حال کې امریکايي چارواکو ادعا کړې چې د حقاني شبکې ځینې جګپوړي غړي په کابل کې د القاعدې د مشر له حضور څخه خبر وو.
 
د يادونې وړ ده، چې تېره اونۍ يوې امريکايي بې پيلوټه الوتکې د کابل په شيرپور سيمه کې د القاعدې مشر په نښه کړ.
 
https://avapress.com/vdcgu39xxak9ny4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته