دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۲
د مطلب کود : 256974
د جوزجان د اورلګېدنې عيني شاهدان وايي: "عجيب مخلوقات" اور لګولی؛ د اوبو سره نه مړ کیږي
د جوزجان په فيض آباد ولسوالۍ کې د اور لګېدنې په اړه عيني شاهدان وايي، چې دغه اور په ناڅاپه توګه پيل شوى او په اوبو نه مړ کیږي، د سهار له ٩ بجو څخه د مازديګر تر پنځو بجو پورې دوام کړي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: ذکر الله یزدانی؛ په جوزجان کې يو ځايي خبريال چې د فيض آباد ولسوالۍ بالامرديان کلي ته تللى، نن پنجشنبه د اسد په ٢٠مه، افغان غږ خبری آژانس ته وويل: موږ د بالامردان کلي له اوسېدونکو سره خبرې وکړې او هغوى د اور لګېدو لامل "عجيب مخلوقات" وباله.
 
ده زياته کړه: اورلګېدنه درې ورځې مخکې پيل شوې وه چې تراوسه پورې څه دپاسه پنځوس کورونه سوځيدلي او اوس هم دوام لري.
 
یزداني وویل چې دا اورلګېدنه د سهار په نهه بجو پیلېږي او د ماښام په پنځو بجو پای ته رسېږي خو د شپې او سهار وختي اور نه وي.
 
هغه ټینګار وکړ چې اور دومره شدید دی چې په اوبو سره یې اور مړ کول ناشوني دي او په ورته وخت کې څو کورونه سوځېدلي دي.
 
دغه عيني شاهد وويل چې په لومړي سر کې خلکو فکر کاوه چې ښايي دا اور لګيدنه د دښمنانو کار وي، دوى د "امارت" ځواکونو په مرسته يو شکمن کور محاصره کړ؛ خو څوک يې ونه موند او په همدې وخت کې محاصره شوي کور ته هم اور ولګېد.
 
د هغه په ​​وينا، د فيض آباد د بالا مرديان کلي اوسېدونکي د اور لګېدو لامل ګرمي نه ګڼي او وايي: کله چې د تودوخې درجه ٤٧ درجو ته ورسېده، په دې کلي کې اور نه و لګېدلى. خو دا مهال هوا ډېره ګرمه نه ده او اورلګېدنه د سهار په ۹ بجو پیلېږي، کله چې هوا ډېره ګرمه نه وي.
 
د جوزجان ځايي خبريال وايي، چې تر اوسه د دغه کلي دوه اوسېدونکي د "عجيب مخلوقات" له خوا تر بريد لاندې راغلي او د دغو کسانو پر بدنونو د دغو مخلوقاتو د پنجو نښې پاتې دي.
 
هغه زياته کړه، چې تېره ورځ ناپېژاندو کسانو د يوې مېرمنې د سوځولو هڅه وکړه، چې د خلکو له خوا وژغورل شوه.
 
د دې تر څنګ عبدالحميد; د فيض آباد د بالا مرديان کلي يوه اوسېدونکي هم افغان غږ خبری آژانس ته وويل: خلک ډېر وېرېدلي او پرون ټولو خلکو صدقه ورکړه، څو دغه طبيعي آفت له منځه ولاړ شي.
 
هغه زياته کړه، چې تر دې دمه ګڼ شمېر ښځې او ماشومان د وېرې له امله ناروغه شوي او د ځينو روغتيايي حالت نازک دى.
 
بسم الله نصرت؛ د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس نن افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې د جوزجان ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس د یوه پلاوي او د مرستو د بسته بندۍ په برخه کې د پېښې د څېړلو او له زیانمنو شویو سره د مرستې په موخه سیمې ته تللی دی.
 
په همدې حال کې د فيض اباد بالا مردان اوسېدونکي هم وايي، چې د روان کال د لوى اختر په لومړۍ ورځ "عجيب څاروي" د يو شمېر کورنيو د قربانۍ پسونه غلا کړي وو.
 
https://avapress.com/vdciyqar5t1aw32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته