دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۷
د مطلب کود : 256979
د ایران او افغانستان د انرژۍ او اوبو وزیرانو غونډه وکړه / ایران له افغانستان سره د برېښنا د تولید په برخه کې خپلې تجربې شریکې کړې
د اسلامي امارت د انرژۍ او اوبو سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د انرژۍ له وزیر علي اکبر محرابیان سره وکتل. په دې کتنه کې دواړو لورو د اړیکو پر پراختیا سربېره د برېښنا د تولید په برخه کې د خپلو تجربو پر لېږد ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
 
ښاغلي منصور په دې کتنه کې وویل چې د افغانستان اسلامي امارت د هلمند د اوبو د هغه تړون عملي کولو ته ژمن دی چې په ۱۳۵۱ کال کې له ایران سره لاسلیک شو.
 
د اعلامیې پر بنسټ ښاغلي محرابیان دا هم ویلي چې هېواد یې چمتو دی چې د هلمند د سمندري تړون د تطبیق ترڅنګ د بادي برېښنا د تولید، افغانستان ته د برېښنا د صادرولو او د څښاک د اوبو د لېږد په برخه کې خپلې تجربې له اسلامي امارت سره شریکې کړي.
 
په دې غونډه کې موافقه وشوه چې د ايران د اوبو رسول به له دريو مشخصو لارو څخه پيل او د ټاکلي مهال ويش له مخې به د اوبو خوشې کول پيل شي.
 
د افغانستان په اړه د ایران د اسلامی جمهوریت ادعا تل د دواړو هیوادونو ترمینځ د اختلاف وړ موضوع ده چې په وروستیو کلونو کښې له پرله پسې وچکالیو سره زیاته شوې ده .
 
ایران ادعا کوي، چې د کمال خان بند په جوړولو سره افغان لوري اوبه و مالګېن ځمکو ته ور ایله کړي، خو د اسلامي امارت چارواکو تل ویلي، چې د دغه هېواد د ادعا په اړه له ایران سره پر خپلو ژمنو ولاړ دي.
 
https://avapress.com/vdcd590xnyt0kn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته