کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لوګر او پکتیا کې د ویروسي ناروغۍ له امله شاوخوا ۶۵۰ څاروي مړه شوي دي

20 اسد 1401 ساعت 11:05

د لوګر او پکتيا ولايتونو د اوسېدونکو په وينا، د پوستکي ويروسي ناروغي د دوى په څارويو کې خپره شوې، چې شاوخوا ٦٥٠ څاروي يې له لاسه ورکړي دي.


آوا: په لوګر او پکتیا ولایتونو کې یو شمېر مالداران او بزګران وایی چې د پوستکی د خطرناکې ناروغۍ له امله له ۲۰ ورځو راهیسې له ۶۰۰ څخه تر ۶۵۰ شیدې ورکوونکې او نه شیدې ورکوونکې غواګانې وژل شوی دی.
 
مالداران وايي چې د ژوند یوازینۍ لار د څارویو پالنه ده. خو د خپلو څارویو له لاسه ورکولو سره دوی په ناوړه اقتصادي وضعیت کې دي.
 
په لوګر او پکتیا کې مالداران خبرداری ورکوي، چې که د دغې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره اقدام ونه شي، لوی ناورین به رامنځته شي.
 
دوی وايي چې تر اوسه د کرنې او مالدارۍ له ریاست څخه دوی ته کوم درمل او واکسین نه دي رسیدلي.
 
تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان د ډینګي او کانګو ناروغیو د خپرېدو خبرداری ورکړی و، چې تر ډېره څاروي په نښه کوي.
 


د مطلب کود: 256981

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256981/په-لوګر-او-پکتیا-کې-د-ویروسي-ناروغۍ-له-امله-شاوخوا-۶۵۰-څاروي-مړه-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com