دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۸
د مطلب کود : 256987
په تخار کې د کولرا ۳۷۵۷ شکمنې پېښې ثبت شوې
د تخار د عامې روغتیا ریاست د دغه ولایت په اشکمش او بنګي ولسوالیو کې د کولرا په څېر د نس ناستې د ۳۷۵۷ پېښو د ثبت خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: عبدالقهار احمدی؛ د تخار ولایت د عامې روغتیا رییس نن پنجشنبه د اسد په ۲۰مه، افغان غږ خبری آژانس ته وویل: له تېرو ۱۲ ورځو راهیسې په اشکمش او بنګي ولسوالیو کې د کولرا په څېر د حاد او اوبو د اسهال پېښې ثبت شوې دي، خو کولرا تراوسه نه ده رامنځ ته شوې.
 
د هغه په ​​وينا، تر دې دمه په اشکمش کې د اسهال ٢١٩٠، په بنګي ولسوالۍ کې ١٥٦٦ او په تالقان ښار کې د اسهال يوه پېښه ثبت شوې ده.
 
احمدي زياته کړه، چې په دغه ډول اسهال ډېر اخته کسان ماشومان او تر ٥٠ کلونو ډېر عمر لري.
 
د تخار د عامې روغتيا رييس په دغو دوو ولسواليو کې د اسهال د خپرېدو لامل د څښاک د صحي اوبو نشتوالى او ککړ چاپېريال بولي.
 
د هغه په ​​وينا، اشکمش او بنګي ولسواليو ته د ګرځنده ټيمونو په لېږلو او د خدمتونو په وړاندې کولو سره د نس ناستې پېښې کمې شوې دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د هېواد په شمال کې د تخار، جوزجان او سمنګان ولایتونو ته څېرمه د کندوز روغتیايي چارواکو د کولرا د خپرېدو خبر ورکړی و.
 
https://avapress.com/vdcc4eqim2bqpo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته