کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بغلان په یو سراي کې اور لګېدنې لس دوکانونه سوځولي دي

20 اسد 1401 ساعت 13:22

د بغلان سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې د دغه ولایت په سرای کې اور لګېدنې لس دوکانونه سوځولي او ډېر زیان یې اړولی دی.


آوا: دغه پیښه نن پنجشنبه (اسد ۲۰) د پلخمري ښار په مندویو کې شاوخوا ۱:۳۰ بجې رامنځته شوې ده.
 
د دغې اورلګېدنې لامل تر اوسه څرګند نه دی. د دوکاندارانو په خبره، اور له دوو ساعتونو وروسته د اور وژنې ادارې له خوا ووژل شو.
 
يو شمېر هټيوال وايي، چې دې اورلګېدنې دوى ته ډېر زيانونه اړولي دي.
 
د هټيوالو په وينا، د هټيو دننه او شاوخوا يې مالونه ويجاړ شوي دي.
 
دا لومړی ځل نه دی چې د پلخمري ښار په دی سراي کې اور لګېدنه رامنځته کېږي. په تېرو کلونو کې په دې سیمه کې د اورلګېدنې له امله هټیوالو ته درانه زیانونه اوښتي دي.
 


د مطلب کود: 256991

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256991/د-بغلان-په-یو-سراي-کې-اور-لګېدنې-لس-دوکانونه-سوځولي-دي

آوا
  https://www.avapress.com