دخپریدو نیټه :جمعه ۲۱ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۹:۰۵
د مطلب کود : 257026
افغانستان، ازبکستان او قرغزستان له چین سره د ګډ سوداګریز دهلیز د جوړولو په فکر کې دي
د ازبکستان، قرغزستان او افغانستان چارواکو له چین سره د ګډ ټرانسپورټي دهلیز د جوړولو پر څرنګوالي خبرې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس: د ازبکستان د ریل پټلۍ ریاست مطبوعاتي دفتر وايي چې د ازبکستان، قرغزستان او افغانستان استازو له چین سره د ګډ ټرانسپورټي دهلیز د جوړولو پر څرنګوالي خبرې وکړې.
 
د دغه رياست په وينا، د دغه دهليز په جوړېدو سره به له چين څخه افغانستان ته د سوداګريزو توکو د لېږد ظرفيت څو برابره لوړ شي.
 
ویل کیږي چې له چین سره د ګډ ترانسپورتي دهلیز د جوړولو د څرنګوالي په اړه د افغانستان د ریل پټلۍ رئیس بخت الرحمن شرف، د قرغزستان د اورګاډي مشر عظمت سخیوف او د ازبکستان د ریل پټلۍ مشر حسن الدین هاشموف خبرې وکړې. د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
 
په دې غونډه کې د واخان کوریدور په نوم د چین لوژیستیکي شرکت هم بلل شوی و.
 
د ازبکستان د ریل پټلۍ د ادارې په خبرپاڼه کې راغلي: دواړو خواوو د چین، قرغزستان، ازبکستان او افغانستان د نوي دهلیز د تنظیم او له دې دهلیز څخه د مالونو د تګ راتګ لپاره د متقابلو ګټورو شرایطو د رامنځته کولو او تر ټولو مهمه د رقابتي تعرفو د معرفي کولو په اړه خبرې وکړې.
 
د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ اداره زیاته کړه چې په پام کې ده چې د چین له کاشغر ولایت څخه سوداګریز مالونه د سړک له لارې د قرغزستان اوش سیمې ته ورسېږي او بیا د اورګاډي له لارې د ازبکستان له خاورې تېر شي او افغانستان ته ولېږدول شي.
 
ویل شوي چې که دغه څو ماډل ترانسپورتي دهلیز فعال شي، له چین څخه افغانستان ته د مالونو ټرانسپورټ به په کال کې له ۳۵۰۰ کانټینرونو څخه ۶۰ زره کانتینرونو ته لوړ شي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د ازبکستان چارواکو د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ د اورګاډي کرښې د جوړولو لپاره چمتووالی اعلان کړ.
https://avapress.com/vdchiqni-23nmvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته