دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۹
د مطلب کود : 257032
عبداللطیف نظري: افغانستان د برېښنا د تولید لپاره ښې سرچینې لري
د اسلامي امارت چارواکي وايي، افغانستان د اوبو پوليټيکي او جيو اکنامک موقعيت لري او د برېښنا د توليد له ظرفيت څخه ډک دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري په یوه ټویټ کې په هیواد کې دننه ظرفیت ته په اشارې سره ویلي چې افغانستان په اوبو کې د ۲۳ زره میګاواټه بریښنا د تولید ظرفیت لري.
 
همدارنګه د نوموړي د څرګندونو له مخې، افغانستان د ۲۲۲۰ زره میګاواټه لمریزې انرژۍ او ۶۷ زره میګاواټه د باد د انرژۍ د تولید ظرفیت لري.
 
نظري باور ته؛ موږ کولی شو د انرژۍ او اوبو په برخو کې د پانګونې فرصتونه برابر کړو.
 
د يادونې وړ ده، چې که څه هم افغانستان د برېښنايي انرژۍ د توليد ډېر ظرفيت لري، خو له بده مرغه هېڅکله هم پر دغو ارزښتناکو داخلي شتمنيو سمه پانګونه نه ده شوې او دا مهال د افغانستان نږدې اتيا سلنه برېښنا له وارداتي برېښنا څخه ده.
 
https://avapress.com/vdcexf8wwjh8n7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته