دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۲
د مطلب کود : 257034
د ایران ولسمشر: د مهاجرت د ملي ادارې د جوړولو کار به ډیر ژر بشپړ شي
د ایران ولسمشر په کرمان ولایت کې میشتو مهاجرینو ته په اشارې سره وویل چې د هیواد په هیڅ ځای کې باید مهاجرین او بهرني اتباع له پیژندګلوۍ پرته پاتې نشي.
افغان غږ خبری آژانس: د ایران ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رئیسی څرګنده کړه: ملتونه باید مناسب پیژندګلوی ولری. هیڅ بهرنی وګړی باید د هیواد په هیڅ ځای کې د شناخت پرته نه وي.
 
هغه څرګنده کړه، دا پېژندپاڼه به د کورنیو چارو وزارت او نورو اړوندو ادارو ته ورکړل شي او د کډوالو د شخصي وضعیت د تنظیم لپاره به ترې کار واخلي.
 
دده په وینا؛ له یوه ښار څخه بل ښار ته د بهرنیو اتباعو د زده کړې، سوداګرۍ، واده او تګ راتګ وضعیت باید وڅارل شي.
 
آیت الله رئیسي دې ته په اشارې سره چې د مهاجرینو د سازمان جوړول د حکومت په اجنډا کې شامل دي، په پارلمان کې مطرح شوی دی او ډیر ژر به یوې نتیجې ته ورسیږي.
 
د ایران ولسمشر زیاته کړه: په کرمان ولایت او نورو ولایتونو کښې زیات شمیر خارجی اتباع شتون لری. دا د ایران د اسلامي جمهوریت مېلمانه دي، خو باید وپېژندل شي.
 
د یادولو وړ ده چې د ایران اسلامي جمهوریت له څه مودې راهیسې د مهاجرینو په برخه کې د قانوني تشو د له منځه وړلو او د همغږۍ د رامنځته کولو په خاطر د مهاجرت د ملي ادارې د جوړولو په لټه کې دی. د دغه هیواد د مسؤلینو په وینا، د مهاجرت ملي اداره هڅه کوي چې د مهاجرینو په برخه کې د بنسټونو ترمنځ همغږي رامنځته کړي.
 
https://avapress.com/vdcgwu9xtak9nz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته