دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۵
د مطلب کود : 257039
د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې خپله دریمه لوبه له ایرلنډ څخه وګټله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ایرلنډ ملي لوبډلې ته د پرلپسې دوه ماتو ورکولو وروسته له دې لوبډلې څخه خپله دریمه لوبه وګټله.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون جمعه (اسد ۲۱) د شمالي ایرلینډ په پلازمینه بیلفاسټ کې د پنځو لوبو په دریمه لوبه کې ایرلینډ ته په ۲۲ منډو ماتې ورکړه.
 
د هېواد ملي لوبډلې ایرلنډ ته د ۱۸۹ منډو هدف وټاکه، خو دغې لوبډلې د ۱۶۷ منډو په جوړولو سره دغه هدف ترلاسه نه کړ.
 
دا بریا په داسې حال کې ترلاسه کیږي چې افغانستان په خپلو تیرو دوو لوبو کې ایرلینډ څخه ماتې منلي وه.
 
باید وویل شي، چې نن د ایرلنډ پر وړاندې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې څلورمه لوبه ترسره کېږي.
 
https://avapress.com/vdcbfzb59rhbsgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته