دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۶
د مطلب کود : 257047
د کابل لوېدیځ ته په شل متره سیمه کې چاودنه شوې ده
عیني شاهدان وايي، نن سهار شاوخوا لس بجې د کابل ښار د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یوه زوروره چاودنه وشوه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ځینو عینی شاهدانو د څرګندونو پر بنسټ؛ چاودنه د کابل لوېدیځ ته په شل مترۍ کې د برېښنايي تذکرو د وېش د مرکز په دروازه کې شوې ده.
 
د اسماعيل په نوم يو تن عيني شاهد وايي، چې بريد کوونکي د تذکرو د ویش په څانګه کې دننه کمين شوي وو او له چاودنې وروسته د امنيتي ځواکونو او وسله والو تر منځ جګړه ونښته.
 
هغه انځورونه چې افغان غږ خبري آژانس ته رسېدلي هم ښيي چې په دې سیمه کې له چاودنې څخه سخت لوګي اسمان ته پورته شوي او له بلې خوا په سیمه کې د امبولانسونو او د پولیسو د موټرو تګ راتګ هم لیدل کېږي.
 
تر اوسه امنيتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي او نه يې هم کومې ډلې پړه پر غاړه اخيستې ده.
 
تر دې مخکې په ۲۰۱۷ کال کې هم د کابل په لوېدیځ کې د برېښنایي تذکرو د وېش په مرکز کې ځانمرګی برید شوی و، چې له امله یې شاوخوا دوه سوه کسان وژل شوي او ټپیان شوي وو.
 
https://avapress.com/vdcay0nu049nmw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته