دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۳۲
د مطلب کود : 257050
د جوزجان-فارياب پر لویه لار په يوه ترافيکي پېښه کې ١١ تنه مړه او ټپيان شوي
په فاریاب ولایت کې سیمه ییزو سرچینو ویلي، د جوزجان – فاریاب پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله یو تن وژل شوی او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ په ختم قیر سیمه کې نن سهار د یوې ترافیکی پېښې له امله یو تن وژل شوی او ۱۰ نور ټپیان شوی دی.
 
د پېښې عيني شاهدان وايي، چې دغه پېښه د کرولا ډوله موټر له (سراچه) موټر سره د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
 
ويل کيږي چې ټپيان روغتون ته ليږدول شوي او د ځينو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې په هېواد کې ترافيکي پېښې ډېرې شوې دي.
 
د دغو ترافيکي پېښو لامل د سړکونو خرابوالى او د موټر چلوونکو بې احتياطي او د ترافيکي قوانينو نه مراعتول بلل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcenf8w7jh8n7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته