د سلمان رشدي د پروګرامونو مدير له رسنيو سره د مرکې په ترڅ کې د هغه د خراب حالت په اړه معلومات ورکړل. دده په وینا؛ رشدي د مصنوعي تنفس په حالت کې دی او ډیر احتمال شته چې خپله یوه سترګه له لاسه ورکړي.
سلمان رشدي به خپله یوه سترګه له لاسه ورکړي
22 اسد 1401 ساعت 11:42
د سلمان رشدي د پروګرامونو مدير له رسنيو سره د مرکې په ترڅ کې د هغه د خراب حالت په اړه معلومات ورکړل. دده په وینا؛ رشدي د مصنوعي تنفس په حالت کې دی او ډیر احتمال شته چې خپله یوه سترګه له لاسه ورکړي.
آوا: د شیطاني آیتونو کتاب منتقد لیکوال سلمان رشدي چې پرون (جمعه د اسد ۲۱) په نیویارک کې د وینا پر مهال تر برید لاندې راغی، د هغه روغتیايي حالت نازک دی.
د دغو رپوټونو له مخې سلمان رشدي په مصنوعي تنفس حالت کي دی او ښايي د نیویارک په ایالت کې د چړې له وهلو وروسته یوه سترګه له لاسه ورکړي.
د نیویارک ټایمز په وینا ، 75 کلن هندي - انګلیسي لیکوال د هغه په لاس کې عصبي زیان او ځیګر ته زیان رسیدلی.
د نیویارک ایالت پولیسو شکمن بریدګر د نیو جرسي د فیر ویو ښار ۲۴ کلن هادي ماتار نومولی چې له پېښې وروسته نیول شوی دی.
د شیطاني آیتونو کتاب د منتقد لیکوال سلمان رشدي چې د اسلام پیغمبر (ص) ته یې سپکاوی کړی و، په نیویارک کې هغه مهال برید وشو چې نوموړی د وینا کولو په حال کې و.
د مطلب کود: 257051