کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هندی دیپلوماتان کابل ته راستانه شول

22 اسد 1401 ساعت 11:52

محمد نعیم وردګ؛ په قطر کې د "اسلامي امارت" د سیاسي دفتر ویاند وايي، هندي دیپلوماتان افغانستان ته راستانه شوي دي.


آوا - کابل: ښاغلي وردګ د شنبې په ورځ (اسد ۲۲) په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې دغه دیپلوماتان کابل ته رسیدلي دي.
 
په ورته وخت کې، اس جي شنکر؛ د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه هېواد له سفیر پرته د هند د ډیپلوماټانو یوه ډله افغانستان ته تللې او هند له افغان ټولنې سره د تاریخي اړیکو په پام کې نیولو سره د خپلو خلکو تر منځ د اړیکو د دوام لېوالتیا لري.
 
جې شنکر ویلي چې هندي ډیپلوماټانو د تیر کال په اګست میاشت کې د هغه وخت د وضعیت له امله په افغانستان کې سفارت پریښود. خو اوس یوه ډله ډیپلوماتان افغانستان ته راستانه شوي دي.
 
د هغه په ​​وينا، افغان کارکوونکي په دندو ګومارل شوي اوس هم هلته دي او د هند له خوا معاش ورکول کېږي.
 
هغه وويل: " اوس د هندي ديپلوماتانو يوه ډله هلته تللې ده."
 
هندي ډیپلوماتان په داسې حال کې افغانستان ته ستنېږي چې په دې وروستیو کې مولوي امیرخان متقي؛ د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په کابل کې له هندي پلاوي سره په کتنه کې له هند څخه وغوښتل چې په کابل کې خپل دیپلوماتیک فعالیت بیا پیل کړي.
 
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ټینګار کړی و چې هند باید خپلې بندې پروژې او ډیپلوماتیک حضور بیا پیل کړي او همدارنګه افغان اتباعو په ځانګړې توګه محصلینو او ناروغانو ته قونسلګري خدمات وړاندې کړي.
 


د مطلب کود: 257054

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257054/هندی-دیپلوماتان-کابل-ته-راستانه-شول

آوا
  https://www.avapress.com