دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۰
د مطلب کود : 257057
په سمنګان کې د انګورو په حاصلاتو کې ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی
د سمنګان د کرنې ریاست چارواکي د دغه ولایت د انګورو په حاصلاتو کې د ۱۵ سلنه زیاتوالي خبر ورکوي او وايي، چې سږ کال تر ۳۰ زره ټنه ډېر انګور حاصل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: حبیب الرحمن وقاص؛ د سمنګان د کرنې او اوبو لګولو رييس افغان غږ خبری آژانس ته وويل: سږ کال په سمنګان کې په څه باندې ١٦٠٠ هکتاره ځمکه د انګورو باغونه کرل شوي، چې ٣٠٧٦٩ ټنه حاصلات يې ورکړي دي.
 
د هغه په ​​وينا، سمنګان تېر کال ٢٥ زره ټنه انګور توليد کړي وو، چې سږ کال ١٥ سلنه زياتوالى ښيي.
 
د سمنګانو د کرنې رييس زياته کړه، چې د دغه ولايت د انګورو ډېر باغونه په فيروزنخجير او حضرت سلطان ولسواليو کې دي او دويم دا چې په نورو ولسواليو او مرکز کې هم د انګورو ونې شته.
 
وقاص وويل چې د سمنګانو زياتره انګور د حسيني، کالک عروس او طايفي ډولونه دي.
 
د سمنګان انګور کورني او بهرني شهرت لري، چې په تېرو کلونو کې یې د کورنیو بازارونو تر څنګ تر ډېره پاکستان او هند ته صادرېدل، چې د دغو ولسوالیو ډېری اوسېدونکو کورنیو خپل لګښتونه برابرول.
 
https://avapress.com/vdcbszb5zrhbsgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته