دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۳۱
د مطلب کود : 257063
امریکا د افغان ماشومانو د زده کړې لپاره ۴۰ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي
د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې ویلي دي چې د یونیسف سره یې د افغان ماشومانو د ملاتړ او په افغانستان کې د نجونو او هلکانو د زده کړې د چاپیریال د رامنځته کولو په خاطر ۴۰ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې د ملګرو ملتونو د ماشومانو له وجهي صندوق (یونیسف) سره د شوې هوکړې پر بنسټ ټاکل شوې چې دغه اداره د افغان ماشومانو د ښوونې او روزنې او ملاتړ لپاره ۴۰ میلیونه ډالره مرسته وکړي.
 
د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په دې پیسو سره به په افغانستان کې له سلګونو اړو کورنیو سره مرسته وکړي چې خپل ماشومان ښوونځیو ته واستوي.
 
د دغه سازمان په اعلاميه کې ويل شوي چې په دې مرسته به د ښځينه ښوونکو د روزنې، د درسي کتابونو چمتو کول او د ښوونځيو له ماشومانو او تنکيو نجونو سره له کورنيو سره د مرستې په ګډون د اړتياوو يوه برخه حل شي.
 
دغه رياست وايي، له دې مرستو څخه يې موخه د داسې شرايطو رامنځته کول دي، چې ښځينه مسلکي ښوونکې وکولای شي خپلو کارونو ته دوام ورکړي او نجونې په لومړنيو او منځنيو کورسونو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو شلو کلونو کې د ميليونونو ډالرو مرستو سره سره لا هم ډېر افغان ماشومان د بېوزلۍ له امله له زده کړو بې برخې دي.
 
https://avapress.com/vdciqyarpt1awu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته