دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۰۸
د مطلب کود : 257071
د کابل په لویدیځ کې چاودنه څلور تنه ټپیان کړل
د کابل د پولیسو د دیارلسمې حوزې امر رسنیو ته ویلي، چې د کابل په لویدیځ کې په یوه موټرسایکل کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله د دوو امنیتي ځواکونو په ګډون څلور تنه ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن سهار لس بجې د عرفاني ښارګوټي په ۲۰ مترۍ سړک باندې د بریښنايي تذکرو د ویش په مرکز کې چاودنه شوې ده.
 
د پېښې عيني شاهدان وايي، چې په موټرسايکل کې ځای پر ځای شوی ماين د دغه مرکز د دروازې مخې ته وچاودېد او وروسته بريدګر ننوتل او له امنيتي ځواکونو سره يې نښته وکړه.
 
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالنفي تکور که څه هم د مرګ ژوبلې په اړه جزئيات ورنه کړل، خو تاييد يې کړه، چې چاودنه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکز د دروازې مخې ته شوې ده.
 
تر اوسه څرګنده نه ده، چې بریدګرو دغه دولتي مرکز په نښه کړی او که کوم بل هدف یې درلود.
 
د پېښې له ځایه اخیستل شوي ویډیوګانې ښيي، چې چاودنه زوروره وه او د دروازې مخې ته ګڼ موټر ویجاړ شوي دي.
 
تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو تر دې وړاندې داعش ترهګرې ډلې د دا ډول بریدونو مسوولیت منلی و.
 
https://avapress.com/vdchqqniz23nmvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته