دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۳۰
د مطلب کود : 257073
د اسلامي هیوادونو د پیوستون سیالۍ؛ افغان تکواندو لوبغاړي پاکستاني سیال ته ماتې ورکړه
د نړۍ د اسلامي هېوادونو د پيوستون په لوبو کې زموږ د هېواد درېيم تکواندو استازی علي اکبر اميري نن وتوانېد خپل پاکستاني سيال ته ماتې ورکړي.
افغان غږ خبری آژانس: علي اکبر امیري؛ چي په ایران کي کډوال دي، د اسلامي هیوادونو د پیوستون د اتلولۍ په سیالیو کې د پاکستان عمر سعید ته په پرله پسې توګه ماتې ورکړي.
 
په دې بریا سره امیري کوارټر فاینل ته لاره پیدا کړه او د هغه راتلونکې سیاله "مری کوتالمیس" له ترکیې څخه چي د روم ورلډ پری د اتلولۍ او د اروپا د اتلولۍ ګټونکې دي، ددي لوبی ګټونکي په د ژړو مډال کټونکي شي.
 
په همدې حال کې د اسيايي سياليو د اتلولۍ ګټونکى محسن رضايي او زموږ د هېواد نورو استازو حکمت الله زين په دغو سياليو کې خپلو سيالانو ته د لوبې په بایللو سره د مډال په ګټلو کې پاتې راغلل.
 
د اسلامي هېوادونو د پيوستون د لوبو پنځمه دوره د ترکيې په کوربه توب د اسد په ۱۸مه نېټه په قونيه کې پيل شوه او د اسد تر ۲۷ به دوام وکړي.
 
په دې سیالیو کې به د نړۍ له ۵۵ اسلامي هېوادونو څخه ۴۲۰۰ ورزشکاران په ۱۹ ورزشي سیالیو کې برخه واخلي او افغانستان هم په بېلابېلو څانګو کې د ورزشکارانو او ورزشي پلاوي په ګډون له ۶۶ کسیز کاروان سره په دغو سیالیو کې ګډون کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcjaae8tuqeiyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته