دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۰۹
د مطلب کود : 257078
ډېر ژر به نوي بانکنوټونه چاپ شي
د اسلامي امارت چارواکي په نږدې راتلونکي کې د نویو بانکنوټونو د چاپولو خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په قطر کې د اسلامي امارت سیاسي ویاند نعیم وردګ په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې د نویو بانکنوټونو د چاپ لپاره تخنیکي هوکړه روانه ده.
 
که څه هم نعیم وردګ د نویو بانکنوټونو د چاپ د ځای په اړه څه ونه ویل، خو د جمهوري ریاست له سقوط مخکې پولنډ ټاکلی و چې نوي بانکنوټونه چاپ کړي او افغانستان ته یې ولېږي.
 
د ځینو راپورونو له مخې، نوي بانکنوټونه په پولنډ کې چاپ شوي، خو د جمهوري ریاست له سقوط او د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته افغانستان ته نه دي استول شوي.
 
د يادونې وړ ده، چې زړو بانکنوټونو د خلکو په ځانګړې توګه د هېواد د پيسو تبادله کوونکي له ستونزو سره مخ کړي دي.
 
تبادله کوونکي له حکومت څخه غواړي چې نوي بانکنوټونه دې له باکیفیته موادو سره چاپ او ژر تر ژره ورته برابر کړي.
 
https://avapress.com/vdceff8wvjh8n7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته