کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هوا پېژندنې ادارې په هېواد کې د سېلابونو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی

22 اسد 1401 ساعت 16:14

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د سېلابونو او سختو بادونو د ورېدو د احتمال خبرداری ورکړی دی.


آوا: د هوا پېژندنې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نن او سبا (اسد ۲۲ او ۲۳) په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشیر، پروان، کاپیسا، کابل، بغلان، بامیان، دایکندي، میدان وردک، لوګر، پکتیا، خوست، غزني، پکتیکا، زابل، ارزګان او کندهار ولایتونو کې د سېلابونو، ورښتونو او سختو بادونو امکان شته
 
د هوا پېژندنې ادارې په بېلا بېلو ځايونو کې د ۱۰ او ۴۰ ملي متر تر منځ د باران اټکل کړی دی.
 
دغه رياست دا هم ويلي، چې په هرات، فراه او نيمروز ولايتونو کې د يوې شېبې قوي باد او له دوړو سره د ورېدو امکان شته.
 
ویل کیږي چې په دې ولایتونو کې به د باد سرعت په ساعت کې د ۲۰ او ۸۰ کیلومترو ترمنځ وي.
 
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې سېلابونو د مالي زيانونو ترڅنګ ځاني زيانونه هم اړولي دي.
 


د مطلب کود: 257079

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257079/د-هوا-پېژندنې-ادارې-په-هېواد-کې-سېلابونو-احتمال-اړه-خبرداری-ورکړی

آوا
  https://www.avapress.com