افغان غږ خبری آژانس: د الټیمیکس موسسې مشر جان آغا نوری د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس مولانا نعیم الحق حقانی سره په کتنه کې وویل چې دا آزادې سیالۍ د «کلیزې» په مناسبت جوړ شوی دی. د اسلامي امارت د بري په مراسمو کې به د عراق، ایران، پاکستان او افغانستان د هیوادونو لوبغاړي ګډون وکړي.
ښاغلی نوري وايي، د دغو سیالیو له ترسره کېدو یې موخه نړۍ ته د افغانستان د ښو امنیتي حالاتو ښودل دي، څو لوبغاړي په خپل شتون سره د هېواد له خوندي چاپېریال څخه خبر شي.
د الټيمکس موسسې مشر وايي، په دې سياليو کې له بېلابېلو هېوادونو بهرني مېلمانه او له مرکز او نورو ولايتونو څخه کورني مېلمانه هرات ته راځي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس په دغه ولايت کې د غيږ نيونې د آزادو سياليو د ترسره کيدو د هرکلي په ترڅ کې وايي چې دغه سيالۍ د ځوانو ورزشکارانو د ودې او هڅونې سبب کيږي.
ښاغلی حقاني وايي چې په دغو سیالیو کې د هېواد بیرغ اوچتولو ته لیواله دی او هیله لري چې ورزشکاران به په دې برخه کې د خلکو خوښي لا زیاته کړي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس هم ټينګار وکړ چې د بهرنيو مېلمنو هرکلى وکړئ.
حقاني له باختر آژانس سره په خبرو کې څرګنده کړه چې اسلامي امارت به د دغو سياليو د ښه ترسره کولو لپاره په خپل ټول توان سره هر اړخيز ملاتړ وکړي.