دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۰۸
د مطلب کود : 257086
مولوي خالد حنفي د امر بالمعروف او نهی عن المنکر کې د خلکو همکاري اړینه وبلله
د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست مولوي خالد حنفي د دغه وزارت په کلنۍ غونډه کې چې پرون شنبه (اسد ۲۲ ) په قلعه نو کې جوړه شوې وه وویل: د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست په ۳۴ د هیواد ولایتونه فعال دي او خلک یې باید په تطبیق کې له چارواکو سره همکاري وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: حنفي؛ نوموړي له ديني عالمانو هم وغوښتل، چې د منبرونو او جوماتونو له لارې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر او د ټولنې د اصلاح لپاره کار وکړي.
 
هغه وویل چې د اسلامي امارت مسؤلین باید تر هر څه لومړی د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اصول عملي کړي. له همدې امله په هر وزارت کې په دې نوم د یوې ادارې شتون یوه اړتیا ده.
 
حنفي د خپلو خبرو په دوام کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو حدیث ته اشاره وکړه او ویې ویل: هغه څوک چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اصول هېر کړي زما له امت نه دي.
 
امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست د خپلو خبرو په يوه بله برخه کې وويل چې په تېرو ديارلسو کلونو کې لويديځوالو افغاني او اسلامي فرهنګ ته زيان رسولى او د ځوانانو ذهنونه يې تخريب او خراب کړي دي. له همدې امله په دې برخه کې فرهنګ او ذهنیت ته جدي اړتیا ده.
 
هغه د ښځو حجاب ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: حجاب د دولت له خوا نه محدودیت دی او نه جبري کار دی. بلکې دا د اسلام یو فرض او حکم دی چې باید په ټولنه کې پلي شي.
 
د اسلامي امارت د دغه چارواکي په وینا اوس مهال په سلو کې ۹۹ افغان میرمنې حجاب اغوندي، یوازې ۱ سلنه یې چې د غربي کلتور تر اغیزې لاندې دي، حجاب ته پام نه کوي او اسلامي امارت د دې ارقامو د سمولو لپاره خپلې هڅې کوي.
 
https://avapress.com/vdcdj50x9yt0kz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته