دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۵
د مطلب کود : 257090
د کندز د انګورو حاصلات تر لسو زرو ټنو زیات اټکل شوي دي
د هېواد په شمال ختيځ کې د کندز د کرنې رياست چارواکي د انګورو په حاصلاتو کې د شل سلنه زياتوالي خبر ورکوي او وايي، چې سږ کال به په دغه ولايت کې تر لس زره ټنه ډېر انګور حاصل کړي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د کندز د کرنې رئیس امان الله حسن نن یکشنبه (اسد ۲۳) افغان غږ خبری آژانس ته وویل: په کندز کې ۱۴۶۰ هکتاره ځمکه د انګورو باغونو پوښلې ده چې د وړاندوینې له مخې د د کرنې ریاست وايي، سږ کال به ۱۰۵۶۰ ټنه انګور حاصل کړي.
 
د هغه په ​​وينا، تېر کال په کندز کې د انګورو باغونو يوازې ٨٤٨٤ ټنه انګور توليد کړي وو، چې د تېر کال په پرتله د سږ کال په حاصلاتو کې ٢٠ سلنه زياتوالى ښيي.
 
د کندز د کرنې رئيس وويل، چې د سږ کال د انګورو د حاصلاتو د زياتوالي لامل د هوا ښه والى، د اصلاح شويو نيالګيو وېش، د چيلي سيسټم څخه په استفادې د معياري باغونو جوړول، د کرنيزو وسايلو وېش او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې چمتو کول دي.
 
هغه زياته کړه، د کرنې وزارت رهبري هڅه کوي، چې د نورو مېوو په څېر د انګورو لپاره د بازار موندنې او بهر ته د صادراتو لپاره اسانتياوې رامنځته کړي.
 
په همدې حال کې په کندز کې باغ لرونکي د انګورو لپاره د سړو خونو له نشتوالي شکایت کوي، خو د کندز د کرنې رئیس د دې ستونزې په ځواب کې وویل: د کرنې وزارت په کندز ولایت کې د معیاري سړو خونو د جوړولو په اړه له مرستندویه موسسو سره خبرې کړې دي. د دې لپاره چې نیم بشپړ شوي سړې خونې ځای په ځای کړي، بشپړ او بزګرانو ته یې چمتو کړي.
 
ښاغلي حسن همدا راز زیاته کړه، چې د کرنې ریاست په تېرو کلونو کې د کندز د انګورو د زېرمه کولو په موخه لسګونه د ممیزو کورونه جوړ کړي او سږ کال هم په پام کې لري چې د انګورو د ضایع کېدو د مخنیوي په موخه د ممیزو ډېر کورونه جوړ کړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې سږ کال د وچکالۍ له رامنځته کېدو سره هم په شمالي ولايتونو کې د انګورو په حاصلاتو کې نه يوازې کموالى نه دى راغلى، بلکې په حاصلاتو کې زياتوالى راغلى دى.
 
تېره ورځ د سمنګان د کرنې ریاست له افغان غږ خبری آژانس سره په خبرو کې وویل: چي په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات ۱۵ سلنه لوړ شوي دي.
 
https://avapress.com/vdci3yarut1awu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته