دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۹
د مطلب کود : 257091
په کندهار کې شري په درېيو مياشتو کې ۲۹ ماشومان وژلي دي
په کندهار ولایت کې ځایي سرچینې وايي، په دې ولایت کې د شري ناروغۍ په تېرو درېیو میاشتو کې ۲۹ ماشومان وژلي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د کندهار د میرویس حوزوي روغتون د اطفالو د څانګې مشر ډاکټر محمد صدیق هم وايي چې د ثور، جوزا او سرطان په میاشتو کې و دغه روغتون ته ۴۸۷ تنه په شري اخته ماشومان راوړل شوي دي.
 
محمد صديق زياتوي، چې په شري اخته ډېرى ماشومان مقاومت کموي او له همدې امله د مرګ خطر ډېر دى.
 
د هغه په ​​وينا، د هوا ګرمېدل او د اکسيجن کمښت ماشومان د شري په ناروغۍ اخته کوي او ناروغ بايد ژر تر ژره روغتون ته ولېږدول شي.
 
په ورته وخت کې هغه پر کورنيو نيوکه وکړه، چې خپل ناروغ ماشومان پر وخت روغتون ته نه رسوي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د کندهار په ولسواليو کې په شري ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر زيات شوى دى.
 
روغتیايي سرچینې په دې باور دي، چې په ماشومانو کې د شري ناروغۍ د زیاتېدو تر ټولو مهم لامل د کورنیو بې غوري ده او له دوی یې غوښتي، چې خپل ماشومان د ناروغۍ په صورت کې روغتون ته ورسوي.
 
https://avapress.com/vdcjhae8vuqeiyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته