دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۲۸
د مطلب کود : 257106
د اسلامي امارت اقتصادي پلاوی روسیې ته ولاړ
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د دغه وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ د روسیې پلازمېنې مسکو ته د یوه لوړ پوړي پلاوي د سفر خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس: دغه وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي، چې دغه پلاوی پرون (شنبه، د اسد ۲۲مه) مسکو ته روان شو.
 
په اعلاميه کې راغلي، چې د دغه سفر موخه د افغانستان او روسيې ترمنځ د اقتصادي او سياسي اړيکو پراختيا بلل شوې ده.
 
که څه هم روسیې تر اوسه د اسلامي امارت حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو د اسلامي امارت له لوري استول شوي ډیپلوماټان یې منلي.
 
https://avapress.com/vdcgzu9x3ak9nq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته