کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

رئیس الوزراد اسلامي امارت ځواکونو ته په خطاب کې وویل:

حکومت پر هغو چارواکو رحم نه کوي چې پر ولس رحم نه کوي

23 اسد 1401 ساعت 14:29

د اسلامي امارت رئیس الوزرا پرون شنبه (اسد ۲۲) په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې د اسلامي امارت د ځینو ځواکونو د ناوړه چلند او تاوتریخوالي په وړاندې خبرداری ورکړ او هغوی ته یې وویل: هر هغه دولتي چارواکی چې پر ولس رحم نه کوي، حکومت به هم پر دوی رحم ونه کړي «زه به دا په واضح ډول ټولو چارواکو ته اعلان کړم».


آوا: ملا محمد حسن اخند؛ د اسلامي امارت رئیس الوزراشنبه (اسد ۲۲) په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې د اسلامي امارت مسؤلینو او ځواکونو ته خبرداری ورکړ او ویې ویل: هر هغه دولتي چارواکی چې پر ولس رحم ونه کړي، حکومت به پر دوي رحم ونه کړي.
 
د اسلامي امارت د کابینې مشر څرګنده کړه چې د اسلامي امارت د ځواکونو خپلسري باید پریږدي او له چارواکو او دولتي ځواکونو یې وغوښتل چې له خلکو سره ښه چلند وکړي.
 
د اسلامي امارت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي هم په دې کتنه کې وویل: په دې هیواد کې هیڅوک د دغه وزارت د کارکوونکو له خوا نه دي ځورول شوي.
 
هغه څرګنده کړه: د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت کارکونکي مکلفیت دي چې د زور په کارولو سره د منکراتو مخه ونيسي.
 
حنفي د افغانستان له دیني عالمانو او خلکو هم وغوښتل چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر په برخه کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.
 
د اسلامي امارت د کابینې د مشر دا خبرداری په داسې حال کې راځي چې د اسلامي امارت د تاسیس د یو کال په تېرېدو سره د اسلامي امارت د منسوبینو له خوا د خلکو د زورونې او ځورونې ځینې راپورونه خپریږي.
 


د مطلب کود: 257117

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257117/حکومت-پر-هغو-چارواکو-رحم-نه-کوي-چې-ولس

آوا
  https://www.avapress.com