په ورته وخت کې په هېواد کې د اسلامي امارت د بیا پیل له لومړۍ کلیزې سره سم د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د ټوېټ په خپرولو سره له افغانستان سره د اروپايي ټولنې مرستې د یوه جامع حکومت پر جوړېدو مشروطې بللې دي.
اروپا له افغانستان سره مرستې د یوه جامع حکومت پر جوړېدو مشروطې ګڼي
23 اسد 1401 ساعت 14:34
په ورته وخت کې په هېواد کې د اسلامي امارت د بیا پیل له لومړۍ کلیزې سره سم د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د ټوېټ په خپرولو سره له افغانستان سره د اروپايي ټولنې مرستې د یوه جامع حکومت پر جوړېدو مشروطې بللې دي.
آوا: د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن نن (یکشنبه د اسد ۲۳مه) په خپل ټوېټر پاڼه کي لیکلي چې په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات لپاره د اروپايي ټولنې ونډه په هېواد کې د یوه ټول شموله سیاسي پروسې لپاره اړتیا لري.
نیکولسن زیاته کړه: "په افغانستان کې سوله، ثبات او سوکالي د ټولو نارینه او ښځینه په بشپړ، مساوي او معنی لرونکي ګډون سره یوه ټول شموله سیاسي بهیر ته اړتیا لري."
نوموړي همداراز په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د بشري حقونو پر رعایت ټینګار کړی دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا جوړېدو یو کال تېرېږي او تېره ورځ ملا محمد حسن اخند؛ داسلامی امارت لومړی وزیر پوځیانو او چارواکو ته له تاوتریخوالی او سرغړونې څخه خبرداری ورکړ .
د مطلب کود: 257118