دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۲۴
د مطلب کود : 257157
روسیې ته د اقتصاد د وزیر د سفر موخه د سترو اقتصادي تړونونو لاسلیکول دي
نورالدین عزیزي؛ د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست روسیې ته تللی دی. نوموړي ویلي، مسکو ته د اسلامي امارت د پلاوي د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو ټینګښت او پراختیا او د سوداګرۍ د حجم زیاتول دي او په دې اړه به خبرې اترې وشي.
افغان غږ خبری آژانس: نورالدین عزیزی؛ د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست او ورسره مل پلاوي پرون (یکشنبه د اسد ۲۳مه) روسیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د مسکو د دامادووا هوايي ډګر ته د ننوتلو پر مهال له سپوتنیک سره په خبرو کې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د حجم د زیاتوالي یادونه وکړه.
 
ښاغلي عزیزي وویل چې د دغه سفر په ترڅ کې به د روسیې فدراسیون له چارواکو سره د غنمو، اوړو، تیلو، نفتي موادو او مایع ګازو د پېرلو د لویو قراردادونو په اړه خبرې اترې وکړي او هڅه به وکړي چې د افغانستان د خلکو قانع کړي. روسي لوري به د افغانستان د خلکو د اړتیا وړ خام مواد په مناسبو او ځانګړو نرخونو برابروي.
 
دا هم باید په یاد ولرو چې نورالدین عزیزي؛ په دغه سفر کې د هېواد د صنایعو او سوداګرۍ سرپرست وزیر د افغان کارډ شرکت د مشر په ګډون د مالیې، اقتصاد، بهرنیو چارو وزارتونو او د دولتي شرکتونو رئیسان ملګري دي.
 
https://avapress.com/vdccpmqim2bqps8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته