کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي امارت یو کلنه کلیزه؛ حکومت د امنیت په برابرولو کې "بریالی" دی

24 اسد 1401 ساعت 15:15

په داسې حال کې چې په هېواد کې د "جمهوریت" له سقوط او د "اسلامي امارت" د جوړېدو یو کال پوره کېږي، کارپوهان وايي چې طالبان د امنیت په تامین او د جنايي جرمونو په کمولو کې بریالي شوي دي.


آوا - کابل: د اشرف غنی له تېښتې سره؛ د اسلامي امارت امنیتي چارواکي د تېر کال د اسد په ۲۴مه کابل ته ننوتل او واک یې تر لاسه کړ.
 
که څه هم په تېر کال کې د هېواد سلګونه زره وګړي د کار د نشتوالي له امله کډوالۍ ته اړ شول؛ خو کارپوهان وايي چې اسلامي امارت د امنیت په تامین او هم د جنایي جرمونو په مخنیوي کې بریالی دی.
 
ځینې ​​یې په دې باور دي چې په دفترونو کې اداري فساد او په ټولنه کې اخلاقي فساد تر ډېره حده کم شوی او په ډېرو مواردو کې اسلامي شریعت نافذ شوی دی.
 
افندي سنګر؛ دغه سياسي کارپوه آوا خبريال ته وويل چې په تېر کال کې له سخت اقتصادي بحران سره سره په ډېرو برخو کې ډېر اصلاحات راغلي دي.
 
هغه زیاته کړه، د امنیت تامین، د جنايي جرمونو کموالی، د نشه یي توکو د تولید او قاچاق کمول، د اداري او اخلاقي فساد کمول او د اسلامي نظام رامنځته کول په تېر کال کې د اسلامي امارت مهمې لاسته راوړنې وې.
 
د هغه د څرګندونو پر بنسټ، سره له دې چې جمهوري نظام "اسلامي" ضمیمه لري؛ خو د حکومت مشرانو په ډېرو مواردو کې د دین د احکامو خلاف عمل کړی.
 
سنګر زياته کړه، چې دا کارونه کافي نه دي او حکومت بايد هېوادوالو ته د کار زمينه برابره کړي، څو له يوې خوا د هېواد د اقتصادي بحران مخه ونيول شي او له بلې خوا د ناقانونه کډوالۍ مخه ونيول شي.
 
توریالی همت؛ یو بل سیاسي کارپوه هم د اسلامي امارت د یو کلن دندو ملاتړ کوي او وایي، که څه هم نیمګړتیاوې له پامه نه شي غورځول کیدای، خو دا نیمګړتیاوې نشي کولی د تیر کال لاسته راوړنې تر خپل حد لاندې راولي.
 
هغه زیاته کړه، د یرغلګرو له منګولو څخه د هېواد آزادول، په نړیواله کچه د امریکا ذلیله ماتې، په هېواد کې د اسلامي نظام رامنځته کول او د امنیت تامین د تېر کال د حکومت له مهمو لاسته راوړنو څخه دي.
 
دا کارپوهان په داسې حال کې چې د اسلامي امارت د یو کلن فعالیت ستاینه کوي، پر سرپرست حکومت یې نیوکې هم کړي دي.
 
له شپږم ټولګي څخه د لوړ د ښځینه زده کوونکو منع کول، له کار څخه د ښځو بې برخې کول، د بېوزلۍ او کډوالۍ زیاتوالی او په ځینو مواردو کې تعصب او توجیه کول هغه انتقادونه دي چې پر سرپرست حکومت شوې دي.
 


د مطلب کود: 257166

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257166/د-اسلامي-امارت-یو-کلنه-کلیزه-حکومت-امنیت-په-برابرولو-کې-بریالی-دی

آوا
  https://www.avapress.com