دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۷
د مطلب کود : 257185
د افغانستان لپاره د قونسلي خدماتو اسانتیا؛ د ایران د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره د متقي د خبرو تمرکز
داسلامي امارت دبهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي د ايران دبهرنيو چارو وزارت د قونسلګرۍ له مرستيال عليرضا بيګدلي سره وکتل او د افغان سوداګرو، کارګرانو او مهاجرينو لپاره يې د قونسلګرۍ د خدمتونو د برابرولو په باب خبرې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقی د ایران د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال قونسل علیرضا بیګدلي سره وکتل او ویې ویل، چې د افغانستان د اقتصادي ادغام لپاره هڅې روانې دي.
 
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد دوشنبه (۲۳ اسد) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د سوداګرو، کارګرانو او مهاجرینو لپاره د قونسلګرۍ د خدمتونو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.
 
په دې کتنه کې متقي له ايراني پلاوي وغوښتل چې افغان سوداګرو، کارګرانو او مهاجرينو ته ويزې ورکړي.
 
هغه وویل چې د سیمې په کچه د اقتصادي پیوستون هڅې روانې دي، له ایران سره د سوداګرۍ د ودې ترڅنګ به ترانزیت هم زیات شي او دا د افغانانو دنده ده چې کرایې کمې کړي او د اسانتیاوو رامنځته کولو ته دوام ورکړي.
 
ښاغلي بیګدلي په دې غونډه کې دا هم وویل چې په افغانستان کې د ایران ټولې قونسلګرۍ به افغان اړمنو کسانو ته بېړنۍ ویزې ورکړي.
 
باید وویل شي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قونسلګرۍ مرستیال پرون د اسلامي امارت له چارواکو سره د لیدو لپاره افغانستان ته راغلی و.
 
https://avapress.com/vdcdj50xkyt0kf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته