کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د ایمن الظواهري وژنه / د منجمد شویو پیسو لپاره د امریکا او اسلامي امارت تر منځ خبرې اترې وځنډول شوې

25 اسد 1401 ساعت 9:48

د امریکا وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د افغانستان د مرکزي بانک د منجمد شویو پیسو په اړه د امریکا د نوې پرېکړې په اړه راپور خپور کړی. دې خپرونې د امریکايي چارواکو په حواله ویلي، چې په کابل کې د ایمن الظواهري حضور د هېواد د بهرنیو اسعارو د زېرمو دنه آزادیدل یو عذر په توګه یاد شوی دی.


آوا: د امریکا د حکومت په وینا، د امریکا هوايي ځواکونو د کابل په شیرپور ولسوالۍ کې ایمن الظواهري هغه مهال وواژه چې په یوه خوندي کور کې اوسېده.
 
د امریکايي چارواکو په وینا، د الظواهري له وژل کېدو وروسته د امریکا او اسلامي امارت تر منځ د بندو شویو پیسو په اړه خبرې اترې وځنډول شوې.
 
امریکايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
د افغانستان د مرکزي بانک اوه ملیارده ډالره زیرمې د اسلامي امارت تر واکمنۍ وروسته د امریکا په یوه بانک کې کنګل شوې.
 
په دې وروستیو کې ویل شوي چې امریکا او اسلامي امارت د دغو زیرمو د خلاصون په اړه خبرې کوي.
 
په خبرکې ویل شوي، چې امریکایي او اسلامي امارت چارواکو د افغانستان د مرکزي بانک د ملیاردونو ډالرو زیرمې، چې له هیواده بهر بندې دي، د امانت صندوق ته د انتقال وړاندیز تبادله کړی دی.
 
په همدې حال کې د امریکا ولسمشر جوبایډن په دې وروستیو کې په امریکا کې د بند شویو اوو میلیاردو ډالرو له ډلې ۳.۵ میلیارده ډالر د افغانستان له خلکو سره د مرستې په توګه او پاتې نیمايي یې د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د قربانیانو د ځینو کورنیو لپاره د تاوان په توګه ځانګړي کړي دي.
 
سپینې ماڼۍ په هغه وخت کې وویل چې د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو د قربانیانو کورنیو ته د تخصیص شویو پیسو د برخلیک په اړه وروستۍ پریکړه به د محکمې په پریکړه پورې اړه ولري.
 


د مطلب کود: 257196

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257196/په-کابل-کې-د-ایمن-الظواهري-وژنه-منجمد-شویو-پیسو-لپاره-امریکا-او-اسلامي-امارت-تر-منځ-خبرې-اترې-وځنډول-شوې

آوا
  https://www.avapress.com