کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د "اسلامي امارت" له جوړېدو وروسته د ښځو امنیت تامین شو

26 اسد 1401 ساعت 8:48

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال وايي، چې د "جمهوریت" پر مهال ښځې د خونديتوب احساس نه کاوه، خو اوس د "اسلامي امارت" تر واکمنۍ لاندې له کوره بهر په حیا، وقار او "بشپړ امنیت" سره کار کوي.


آوا: د اسلامي امارت د بري د لومړۍ کلیزې په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د لسګونو نارینه او ښځینه ښاریانو په شتون سره یو هنري او کلتوري نندارتون پرانستل شو.
 
داطلاعاتو او کلتور وزارت کلتوری معین عتيق الله عزيزي ددغه نندارتون دپرانستلو په مراسمو کې وويل : اسلامي امارت شل کاله دخپلواکۍ دترلاسه کولو لپاره له امريکايانو او دهغوى دملګرو پرخلاف جګړه وکړه .
 
هغه زیاته کړه چې د تېر ولسمشران د امریکا او ناټو له اجازې پرته د هېڅ کار د کولو واک نه درلود او د جنایتونو پر وړاندې چوپه خوله وو.
 
د هغه په ​​وينا، پخوا به ښځې د خونديتوب احساس نه کاوه، خو اوس د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې له کوره بهر په حيا او وقار سره کار ته ځي.
 
داطلاعاتو اوکلتور وزارت کلتوری معین زياته کړه: اوس هم ځينې ستونزې شته خو اسلامي امارت يې د حل کولو هڅه کوي .
 
له سعدالدین سعید څخه؛ داطلاعاتو اوکلتور وزارت دمالې او ادارې معين وويل: دغه نندارتون دسوداګرۍ په برخه کې دښځو دملاتړ په خاطر جوړ شوى دى .
 
هغه زیاته کړه: "ښځې د سوداګرۍ او حلال له لارې د خپلو کورنیو لپاره ډوډۍ پیدا کوي، دا زموږ لپاره ویاړ دی چې د دوی د تولیداتو ملاتړ کوو."
 
د دغه نندارتون تنظیموونکې آغلې آرزو رامین د آوا له خبریال سره په مرکه کې وویل: دغه نندارتون به د اسلامي امارت د یو کلني کلیزې په مناسبت د دریو ورځو لپاره د لیدونکو پر مخ پرانیستی وي.
 
هغه زياته کړه، چې په دې نندارتون کې د ښځو د صنايعو د نندارې لپاره ٤٢ مېزونه اېښودل شوي، چې مېرمنې پکې هر ډول ملي خوراکي توکي، جامې، زيور او نور توکي پلوري.
 
آغلې رامین یادونه وکړه چې په تېر کال کې د اسلامي امارت په همغږۍ په کابل کې د ښځو د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو له څلورو څخه زیات لوی نندارتونونه جوړ شوي دي.
 
آغلي همداراز وویل: په هېواد کې د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته ډېری سوداګرې ښځې له اقتصادي ستونزو سره مخ شوې او خپلې دندې یې له لاسه ورکړې دي.
 
نوموړي دغه راز له اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړه، چې د ښځو د سوداګرۍ لپاره دایمي ځایونه جوړ کړي.
 
د یادولو وړ ده چې د اسد ۲۴ مه د اسلامي امارت د بریا په مناسبت عمومي رخصتي اعلان شوې وه.
 


د مطلب کود: 257226

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257226/د-اسلامي-امارت-له-جوړېدو-وروسته-ښځو-امنیت-تامین-شو

آوا
  https://www.avapress.com