دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۳
د مطلب کود : 257227
استرالیا له افغانستان سره یوولس میلیونه ډالره نغدي مرسته وکړه
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي، استرالیا له افغانستان سره ۱۱ میلیونه ډالره نغدي مرسته ځانګړې کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس: د اوچا دفتر پرون په خپل ټویټر کې ویلی چې د دغه ۱۱ میلیونه ډالرو مرستې سره د افغانستان لپاره د بشری مرستو له صندوق سره د استرالیا ټولې مرستې ۶۳ میلیونه استرالیایی ډالرو ته رسیږی.
 
د تېر کال د اګست په پنځلسمه د طالبانو له خوا د افغانستان له بيا نيولو سره، په هېواد کې اقتصادي کړکېچ زيات شو او د افغانستان تر نيمايي ډېر وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري.
 
https://avapress.com/vdcau0nu049nmu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته