دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۰۰
د مطلب کود : 257228
په هرات کې د ډیجیټلي اسعارو د تبادلې له لسو څخه زیات مرکزونه تړل شوي دي
د هرات امنیه قوماندانۍ اعلان کړی چې د ډیجیټلي اسعارو د تبادلې د مرکزونو د غیر قانوني فعالیت په اړه د هرات د خلکو له ګڼو شکایتونو او د مرکزي بانک له حکم وروسته یې تر لسو ډېر داسې مرکزونه تړلي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د هرات امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ډیجیټلي اسعارو د تبادلې د مرکزونو د غیر قانوني فعالیت او د مرکزي بانک د حکم او د هرات د خلکو له ګڼو شکایتونو وروسته، دغه مرکزونه یې بند کړي دي.
 
خبرپاڼه لیکي: د ډیجیټلي اسعارو (فاریکس) او غیرقانوني انلاین تبادلې د فعالیتونو په اړه د هرات ولایت د شریفو خلکو د ګڼو شکایتونو په پایله کې چې د دغه ولایت ګڼ شمېر ښاریان یې اغېزمن کړي او هم د لیکلي اړیکو پر بنسټ د افغانستان بانک عمومي ریاست د هرات د امنیې قوماندانۍ د اقتصادي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست د یوه پلاوي په ملتیا د انلاین او ډیجیټل اسعارو د تبادلې (فاریکس) د یو شمېر غیر قانوني کړنو پر بنسټ نیولی دی. د استخباراتو ریاست، د امنیت لوی ریاست استازی، د پیسو د تبادلې د اتحادیې استازی، د افغانستان بانک استازی اقدام وکړ او له هر اړخیزو او مسلکي څیړنو وروسته یې په موقت ډول له لسو څخه زیات هغه تبادلې بندې کړې چې په غیرقانوني ډول یې تبادلې کولې.
 
خبرپاڼه زیاتوي، چې یاد پلاوي د هرات ولایت د صرافانو د اتحادیې له رئیس او غړو سره وکتل او بیا یې اعلان وکړ، چې په انلاین مارکېټ (فاریکس) کې د ډیجیټلي اسعارو تبادله او پېر او پلور منع دی او په دې اړه به جدي او قانوني چلند وشي او له سرغړونکو سره دې چلند وشي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د تېر حکومت پر مهال د ډیجیټل اسعارو د مرکزونو او پیرامایډ شرکتونو فعالیت څو څو ځلې جنجالونه راپارولي وو او ډېرو خلکو د دغو مرکزونو له خوا د دوکه کولو اعلان کړی و.
 
https://avapress.com/vdcb5zb5wrhbs5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته