کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې د پولیو د ختمولو ښه فرصت / تېر کال په هېواد کې د دغې ناروغۍ یوازې یوه پېښه ثبت شوې وه

26 اسد 1401 ساعت 9:14

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي، په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې چې تېر کال یوازې یوه پېښه ثبت شوې وه.


آوا: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) پرون سه شنبه  (اسد ۲۵) د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر د لومړي ځل لپاره یو ته راټیټ شوی دی.
 
اوچا اعلان کړی چې په افغانستان کې د پولیو ناروغي په ۲۰۲۲ کال کې د تاریخ تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده.
 
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر هم ویلي، چې په ۲۰۲۱ کال کې د پولیو څلور مثبتې پېښې او په ۲۰۲۰ کال کې ۵۶ پېښې ثبت شوې دي.
 
اوچا زیاته کړه چې سږ کال په ټول هیواد کې د پولیو د واکسین د کمپاین بیا پیلول د ۹.۹ میلیونو ماشومانو تر پوښښ لاندې راوستل د دغې وژونکې ناروغۍ په وړاندې د مبارزې په برخه کې یو مهم ګام دی او افغانستان د پولیو د ختمولو لپاره خورا ښه فرصت لري.
 
د اوچا د معلوماتو پر بنسټ، د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د پولیو د څارنې د ۱۶ کسیز ټیم څېړنې ښودلې چې د پولیو د نه کشف شوي ویروس د انتقال احتمال ډېر کم دی.
 
د ملګرو ملتونو دې ادارې زیاته کړې، چې سږ کال یې د افغانستان ټولو سیمو ته د پولیو د له منځه وړلو د کمپاین په پلي کولو سره لاسته راوړنې لرلې، خو په ورته وخت کې یې خبرداری ورکړی، چې لا هم د دغه ویروس د بیا راپورته کېدو خطر شته.
 
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر زیاته کړه چې دا لاسته راوړنه د پولیو د اتو کارکوونکو د ژوند په قیمت ترلاسه شوې، چې د څلورو ښځینه کارکونکو په ګډون د روان کال په فبرورۍ کې په یوه برید کې وژل شوي وو.
 
اوچا په داسې حال کې په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو په حال کې اعلان کړی، چې تېره اوونۍ دغه سازمان په هېواد کې سږ کال د نويو ناروغیو لکه کولرا، شري، ډینګي او کانګو د خپرېدو خبرداری ورکړی و.
 


د مطلب کود: 257231

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257231/په-افغانستان-کې-د-پولیو-ختمولو-ښه-فرصت-تېر-کال-هېواد-دغې-ناروغۍ-یوازې-یوه-پېښه-ثبت-شوې-وه

آوا
  https://www.avapress.com