کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روسیه: د پخواني افغان پوځ ځانګړي ځواکونه د اوکرایني ملت پالو تر څنګ جنګېږي

26 اسد 1401 ساعت 11:27

په افغانستان کې د روسيې ځانګړي استازي ادعا کړې، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بيا جوړېدو وروسته د دغه هېواد د پخواني پوځ ځانګړي ځواکونه چې په بدحالت کې وو، اوس د اوکراينيانو تر څنګ جګړه کوي .


آوا: د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، چې د افغانستان د پخواني پوځ ځینې ځانګړي ځواکونه د اوکرایني ملت پالو ترڅنګ جګړه کوي.
 
کابلوف زیاته کړه: د افغانستان د پخوانیو ځانګړو ځواکونو ځینې یې په عراق او سوریه کې له داعش سره یوځای شوي او نور یې ظاهراً د اوکراین له نازیانو سره د پیسو په بدل کې یوځای شوي، «خو دا له اسلامي امارت سره هیڅ تړاو نه لر ي».
 
کابلوف په ازبکستان کې د افغانستان په اړه په وروستي کنفرانس کې د قرغزستان د استازي په حواله ویلي، چې د افغانستان د پخواني رژیم شاوخوا ۱۱ زره ځانګړي ځواکونه له هېواده وتلي او امریکا ته د ننوتو په تمه دي او تر اوسه امریکا دغو کسانو ته اجازه نه ده ورکړې. داخلول
 
د دغه روسي دیپلومات په وینا د اسلامي دولت ډلې ژمنه کړې چې دوی به اوکراین ته ملېشې یا ترهګر نه استوي.
 
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي هم ویلي دي چې د دې خطر شته چې د افغانستان د پخواني پوځ چورلکې چې تاجکستان او ازبکستان ته د اسلامي امارت د سقوط پر مهال انتقال شوې وې، اوکراین ته واستول شي.
 
کابلوف وویل چې تاجکستان ته شاوخوا ۶۰ چورلکې او الوتکې او له ۴۰ تر ۵۰ چورلکې او الوتکې ازبکستان ته انتقال شوي او دا چې روسیه نه غواړي دغه پوځي تجهیزات اوکراین ته ورسیږي.
 
اسلامي امارت په وار وار ټینګار کړی چې دغه الوتکې باید افغانستان ته وسپارل شي. دغې ډلې په دې اړه د تاجکستان او ازبکستان هېوادونو ته هم خبرداری ورکړی و.
 


د مطلب کود: 257241

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257241/روسیه-د-پخواني-افغان-پوځ-ځانګړي-ځواکونه-اوکرایني-ملت-پالو-تر-څنګ-جنګېږي

آوا
  https://www.avapress.com