دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۹
د مطلب کود : 257245
ملي دفاع وزارت: مولوي مهدي ووژل شو
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د هېواد سرحدي ځواکونو، مولوي مهدي؛ د طالبانو منحل شوی قومندان د ایران په پوله کې وژلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دفاع وزارت د چهار شنبې په ورځ (اسد ۲۶) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره مولوي مهدي د بلخاب ولسوالۍ لپاره د « یاغیانو مشر» بللی او ویلي یې دي چې د اسلامي امارت سرحدي ځواکونو هغه په ​​دغه ولایت کې موندلی دی. د هرات ولایت په سرحدي سیمو کې ایران ته د تېښتې پر مهال ووژل شو.
 
د ملي دفاع وزارت د اعلامیې له مخې، د سرپل ولایت په بلخاب کې د اسلامي امارت پر ضد له «بغاوت» وروسته، مولوي مهدي له خپلو څو تنو ملګرو سره غرونو ته تښتېدلی وو.
 
اعلامیه زیاتوي چې نوموړی په تېرو څو ورځو کې د هرات ولایت او ایران ترمنځ په سرحدی نقطو کې کشف او د سرحدي استخباراتو د منسوبینو له خوا وپېژندل شو او د خپلو اعمالو په سزا ورسېد.
 
باید وویل شي، چې مولوي مهدي پخوا د طالبانو له قومندانانو څخه و، چې د اسلامي امارت له جوړیدو وروسته یې څه موده د بامیان ولایت د استخباراتو د رئیس په توګه دنده ترسره کوله.
 
وروسته یې د ځینو دلایلو له امله له اسلامي امارت سره اختلاف درلود او د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې یې په خپل پلرني ټاټوبي کې تر خپل قوماندې لاندې ځواکونو سره د طالبانو پر ضد چګړه پیل کړه.
 
تر اوسه د مولوي مهدي خپلوانو د هغه وژل کېدل نه دي تایید کړي.
 
https://avapress.com/vdcay0num49nmu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته