دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۱۳
د مطلب کود : 257248
په کندز کې په سلګونو جریبه دولتي ځمکه له غاصبینو څخه بېرته ونیول شوه
د کندز سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت په ګل تپه ولسوالۍ کې د سلګونه جریبه دولتي ځمکې د غاصبینو له منګولو د بېرته نیولو اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: عبیدالله عابدی؛ د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند افغان غږ خبری آژانس ته وويل: د دغه ولايت د ګل تپه ولسوالۍ په توبره کش او عسقلان سيمو کې سلګونه هغه دولتي ځمکې چې څو کاله وړاندې د غاصبينو له خوا غصب شوې وې، د کندز د امنيې قوماندانۍ له لوري د دغه ولايت د کرنې رياست په همکارۍ بېرته ونيول شوې.
 
د هغه په ​​وينا، غاصبينو پر يادو دولتي ځمکو د استوګنې کورونه او کروندې جوړې کړې وې، چې بيا د دولت له لوري له منځه ولاړې.
 
د کندز د پولیسو ویاند زیاته کړه چې د دغه ولایت امنیه قومانداني غاصبینو ته خبرداری ورکړی چې پر دغو ځمکو دې کورونه او تاسيسات نه جوړوي او که څوک په دې کار لاس پورې کړي، د دولت له جدي اقدام سره به مخ شي.
 
په همدې حال کې د ځمکو د غصب مسئله یوازې په کندز کې نه ده؛ بلکه، دا په ټول هیواد کې شتون لري. له کلونو راهیسې دولتي ځمکې تر ډېره د زورواکو له خوا غصب شوي او پلورل شوي او په زرګونه هکتاره ځمکه لا هم د دوی له خوا اخیستل کېږي.
 
https://avapress.com/vdcdo50xjyt0kx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته