دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۵۳
د مطلب کود : 257254
د کډوالو هرکلي یو سم او هوښیار عمل دی
د افغان کډوالو د موجودیت پر ضد د اعتراضونو له زیاتیدو او په بیلا بیلو هیوادونو کې د هغوی د لګښتونو د زیاتیدو ادعا سره، د ژغورنې نړیواله کمېټه د کډوالو هرکلي یو سم او هوښیار اقدام بولي او په دې باور دي چې کډوال د لګښتونو د لګولو په پرته ډیرې ګټې لري.
افغان غږ خبری آژانس: دغه کمېټه وايي، ۷۶ زره ایستل شوي افغانان به په لومړي کال کې د ۱،۴ میلیارد ډالرو احتمالي عاید او شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالره مالیه ورکولو سره د امریکا په اقتصاد کې ونډه واخلي.
 
د دې سازمان د ارزونې له مخې، نوي افغان کډوال به د امریکا د کار په بازار کې مهم رول ولوبوي او د خدماتو، ترانسپورت، دوکاندارۍ، رسټورانټونو، خوراکي توکو تولید او داسې نورو برخو ته به لا ډېر متوجه شي.
 
د دغو مهاجرو عاید به په بالقوه توګه په کال کې له 34 زرو ډالرو څخه ډیر وي.
 
د راپور پر بنسټ، په وروستیو کلونو کې په بېلابېلو هېوادونو کې د کډوالۍ ضد خوځښتونه ډېر شوي دي. د مهاجرینو د منلو د پالیسۍ مخالفان په دې باور دي چې دوی د کوربه هیوادونو اقتصاد یو بار دی.
 
خو؛ په دې اړه، په امریکا کې د ژغورنې د کمیټې د پروګرام مرستیال، وینس وینډی ویرډ وویل چې "په دې کې شک نشته چې د مهاجرینو هرکلۍ یو سم او هوښیار اقدام دی، د امریکا په اقتصاد کې د دوی مثبته ونډه په هیڅ ډول کمه نه شي اټکل کیدی. "
 
هغه زیاته کړه چې مهاجرین د لګښتونو د لګولو په پرتله ډیره ګټه پورته کوي.
 
https://avapress.com/vdcam0nuy49nmu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته