کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار لویه غونډه پیل شوه

27 اسد 1401 ساعت 11:33

د کندهار لويه غونډه د علماوو، ديني عالمانو، قومي مخورو، ټولنيزو فعالانو، يو شمېر پخوانيو او اوسنيو دولتي چارواکو په شتون سره پيل سوه.


آوا: ویل کیږي، چې په دغه غونډه کې چې نن پنجشنبه د اسد ۲۷مه جوړه شوې وه، له بېلابېلو ولایتونو څخه څه باندې درې زره کسانو برخه اخیستې وه.
 
د اسلامي امارت یو شمېر چارواکو رسنیو ته ویلي، که څه هم دا غونډه کومه ځانګړې اجنډا نه لري، خو د هېواد پر عمومي مسایلو به بحث او پرېکړې کوي.
 
په کابل کې د دیني عالمانو له غونډې وروسته دا دویمه غونډه ده چې د اسلامي امارت له لوري په افغانستان کې د شته ستونزو د حل په موخه جوړیږي.
 
دا غونډې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې ډېری کارپوهان په دې باور دي، چې اسلامي امارت تر اوسه داخلي مشروعیت نه دی ترلاسه کړی، خو په کابل کې د شاوخوا ۵۰۰۰ دیني علماوو شتون او مشرتابه ته یې بیعت د داخلي مشروعیت د ترلاسه کولو یوه له مهمو نښو څخه ګڼل کېږي.
 


د مطلب کود: 257303

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257303/د-کندهار-لویه-غونډه-پیل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com