دخپریدو نیټه :جمعه ۲۸ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۷:۱۱
د مطلب کود : 257336
کارپوهان: افغان ولس د نړۍ نورو ملتونو په څیر حق لري چې له خپلو نړیوالو حقوقو برخمن وي
له تیر یوه کال راهیسې افغانستان له نړیوالې سیاسي او اقتصادي انزوا سره مخ دی او د دغو بندیزونو ډېره قرباني له عام ولس اخېستل کیږي.
افغان غږ خبری آژانس - مانیتورینګ، د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د نړیوالو قوانینو او اصولو له مخې، د نړۍ ټول ولسونه خپل نړیوال حقوق او حقونه لري،چې باید ترې ګټه واخلي،خو د جمهوریت له سقوط راووسته افغان ولس له دغه حقه بې برخې دی. 
 
دوی وايي، غوښتنه یې داده،چې نړۍ او اسلامي امارت دې د خپلو اصولو لپاره افغان ولس له دغه حقه نه محروم کوي او لاهم داسې لارې شته دي،چې عمل پرې وشي او په پایله کې یې نړۍ له افغانستان سره تعامل وکړي .
 
کارپوهان په دغه برخه کې باورجوړونه ترټولو مهمه یادوي،چې پر وینا یې له دې سره افغانستان له نړۍ سره مشترکه ژبه پیدا کوي او نړۍ به یې پر رسمیت وپیژني . 
 
سیاسي فعاله ډیوه پتنګ وايي:« که د افغانستان اوسني واکمنان غواړي،چې له نړۍ سره غوره اړیکې ولري،لومړی باید دا باور فضاء رامنځ ته کړي او هغه ژمنې چې له ولس او نړۍ سره  یې کړي دي عملي دې کړي او خپلې ملي ګټې دي خوندي وساتي اوله نړۍ سره دې  د ډیپلوماتیکو چینلونو له لارې مشترکه ژبه پیدا کړي. هغه مهال به نړۍ له دوی سره تعامل وکړي.» 
 
ځینې بیا وايې، د دې لپاره،چې افغانستان له نړیوالې انزوا ووځي،اسلامي امارت ته په کار ده،چې ولس ته مراجعه وکړي او د ولس د خوښې حکومت جوړکړي اود نړۍ مشروع شرایط عملي کړي. 
 
د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« په اوسنیو شرایطو کې کورنیو اقتصادي او سیاسي ستونزو سره سره نړیوالو افغانستان ته شاه کړې، نو اړینه ده، چې طالبان دوه کاره وکړي،ملت ته مراجعه وکړي او د ملت په رایه د متخصیصینو په مشورې سره د کادرونو ګډ او معیاري حکومت جوړ کړي او د بهرنیو ټول هغه مشروع شرایط به پلي کړي.» 
 
د سیاسي چارو کارپوها سید بلال فاطمي بیا وايي، د نړۍ هغه شرایط،چې له اسلام سره په ټکر کې نه دي او د افغانستان پر ګټه دي پلي کول یې اړین  دي او پر وینا یې  د انجونو د ښوونځیو بیا پرانېستل او د کار حق ورکول هغه څه دي،چې ورسره د نړۍ پلمه هم ختموي .
 
د فاطمي پر وینا، اسلامي امارت کولی شي،چې له دې لارې نړۍ سره  ژر تعامل ته ورسیږي . 
 
هغه زیاته کړه:« اړینه ده،چې کوم شرایط چې له اسلامي قوانینو سره په ټکر کې نه دي او زموږ د ملت او هېواد لپاره غوره دي لکه د ښوونځیو پرانېستل، د ښځو حقوق فردي او اجتماعي حقوق، دا باید پرځای شوي،چې   د نړ بهانه هم له منځه لاړه شي او ملت هم راضي شي .» 
 
خو دافغانستان اسلامي امارت تل ټینګار کړی  دی،چې د رسمیت پیژندنې لپاره یې ټول معیارونه پوره کړي او امریکا ملامتوي،چې د نړیوالې رسمیت پیژندنې پر وړاندې خنډونه جوړوي او باید له دغه ډول کړنو لاس واخلي./شمشاد نیوز 
https://avapress.com/vdcbfzb50rhbsfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته