کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بدخشان او کندز کې د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ١٠٣مې کليزه ونمانځل شو؛

امان الله خان د خپلواکۍ اتل و، خو د شرعي نظام په پلي کولو کې پاتې راغی

29 اسد 1401 ساعت 9:20

د اسد په ۲۸مه، د هېواد د خپلواکۍ ۱۰۳مه کلیزه د هېواد په شمال ختیځو ولایتونو کندز او بدخشان کې د دولتي چارواکو له خوا ونمانځل شوه.


آوا - مزارشریف: د بدخشان ولایت سیمه ییزو چارواکو په فیض آباد ښار کې د خلکو په ګډون په یو لړ مراسمو کې وویل چې امان الله خان د هېواد د خپلواکۍ اتل و، خو د شرعی نظام په پلی کولو کې پاتې راغلی. او دا د هغه د حکومت د سقوط لامل شو.
 
د کندز امنیه قومندانۍ هم د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۳ کلیزه ونمانځله.
 
د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند عبیدالله عبیدي آوا ته وویل: دغه مراسم د کندز امنیه قوماندان، علماوو، د دولتي ادارو مسوولینو او د کندز ښاریانو په حضور کې ترسره شول.
 
د دې مراسمو ويناوالو د افغانانو پر يووالي او پيوستون ټينګار وکړ او له خلکو يې وغوښتل چې د هېواد د دښمنانو د دسيسو پر وړاندې هوښيار اوسي.
 


د مطلب کود: 257345

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257345/امان-الله-خان-د-خپلواکۍ-اتل-خو-شرعي-نظام-په-پلي-کولو-کې-پاتې-راغی

آوا
  https://www.avapress.com