دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۱ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۵۴
د مطلب کود : 257460
مسکو کې د یهودي ادارې لخوا د قوانینو سرغړونه
صهیونیسټي رسنیو اعلان کړی دی چې د یهودي ادارې له خوا د قوانینو د سرغړونې او د روسیې د اتباعو په اړه د معلوماتو په راټولولو سره، مسکو د دغه سازمان د محاکمه کولو اراده لري.
افغان غږ خبری آژانس: د اسرایلو صهیونیستي خپرونې "هیوم" اعلان کړی چې د روسیې د عدلیې وزارت د یهودي ادارې له قوانینو څخه د سرغړونې او د روسي اتباعو د معلوماتو د راټولولو له تورونو وروسته، مسکو پلان لري چې دغه اداره بنده کړي.
 
په راپور کې راغلي چې که د مسکو دا ادعا ثابته شي، یهودي اداره به په روسیه کې د فعالیت حق له لاسه ورکړي او په دې هېواد کې به د خپلو دفترونو تړلو ته اړ شي.
 
دې خپرونې راپور ورکړی چې تر دې مخکې تل آویو له مسکو څخه غوښتي وو چې د محکمې غونډه وځنډوي او یوې موافقې ته د رسیدو لپاره وخت ورکړي، ځکه دوی باور لري چې دا مسئله د خبرو اترو له لارې حل کیدای شي.
 
په دې لړ کښې ځینې سیاستوال په دې باور دی چې روسیه له صهیونیسټ رژیم څخه د غچ اخیستلو په لټه کښې ده ځکه چې له اوکرایین سره د روسیې په جنګ کښې یې نیوکه کړې ده.
 
د صهیونیسټ رژیم د مشر اسحاق هرزوګ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره له سلامشورې وروسته د صهیونیسټ رژیم ځینو چارواکو اعلان وکړ چې پوتین، هرزوګ ته ویلي د یهودانو اداره یوه بشپړه قانونی موضوع ده او د اسرائیلو د مجازات یوه وسیله ده.
 
د دغه رپوټ له مخې صهيونېسټ رژيم په روانه هفته کښې يو حقوقي ټيم مسکو ته لېږلی چې د شخړې د هواري لپاره سلا مشورې وکړي، خو د صهيونېسټ رژيم ځينې چارواکي په دې باور دي چې لوړ رتبه روسي چارواکو د يهودي ادارې د محاکمه کولو پرېکړه کړې ده او دا کار د اندېښنې وړ نه دي.
 
څه موده وړاندې د روسیې د عدلیې وزارت په دغه هېواد کې د یهودي ادارې پر فعالیت بندیز ولګاوه، چې د تل آویو د چارواکو له غبرګون سره مخ شو.
 
صهیونیسټي ورځپاڼي یروشلم پوسټ د دې مسلې په اړه لیکلي: په روسیه کې د یهودي ادارې د فعالیتونو د بندولو حکم د دې سبب شوی چې په دغه هیواد کې میشت ډیر یهودیان د ګواښ او نیول کیدو احساس وکړي.
 
په روسیه کې د یهودي ادارې اصلي فعالیت اشغال شویو سیمو ته د صهیونیسټانو د کډوالي او په اشغال شوي فلسطین کې د هغوی د اوسیدو زمینه برابرول دي. دغې ادارې په تیرو دیرشو کلونو کښې له روسیې څخه نیواکګر فلسطین ته د صهیونیسټانو په کډوالي کښې رول لوبولی دی.
 
https://avapress.com/vdcjmae8yuqeixz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته