دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۱ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۱۰
د مطلب کود : 257464
ملګري ملتونه د افغان بزګرانو د کارموندنې وضعیت څیړي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت په افغانستان کې د بزګرانو د کاري وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دغه سازمان د کلیو پراختیا او افغان بزګرانو ته د کار پیدا کولو په برخه کې کار کوي ترڅو په هیواد کې د بشري وضعیت د لا خرابیدو مخه ونیول شي.
افغان غږ خبری آژانس: رامز الاکبروف؛ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال او د دغه سازمان د بشري چارو همغږي کوونکي ویلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو بشري ماموریت به د کلیو پراختیا او بزګرانو ته د کار پیدا کولو په برخه کې زیات تمرکز وکړي.
 
رامز الاکبروف زیاته کړه: افغانستان یو بې وزله، کلیوال هیواد دی چې د پرمختګ کچه یې ټیټه ده. هغه څه چې موږ یې لرو او هڅه یې کوو هغه پروګرامونه دي چې د کلیو پراختیا او په کلیوالي سکتور کې د کار پیدا کولو باندې ډیر تمرکز کوي.
 
هغه وویل، د افغان بزګرانو بېرته کار ته راستنېدل، له بازار سره د هغوی نښلول او له ښکته څخه د اقتصادي ودې هڅول د دې ادارې له کاري لومړیتوبونو څخه دي.
 
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل چې د افغانستان د ټولو نسلونو برخلیک له خطر سره مخ دی او دا ممکنه نه ده چې د پرمختګ له لارې د ټولو نسلونو لاسونه پرې شي.
 
په ورته وخت کې ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې په افغانستان کې بشري وضعیت مخ په خرابېدو دی، اقتصادي کړکېچ زیات شوی او ۹۷ سلنه خلک د نړیوال بانک له خوا ټاکل شوې د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، چې د یو افغان ورځني عاید په اوسط ډول یو ډالر او 90 سینټ دی.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د تېر کال په اوږدو کې په هېواد کې د بېکارۍ او بې وزلۍ د زیاتوالي ترڅنګ طبیعي پېښو لکه زلزلې او ویجاړونکو سېلابونو هم د خلکو اقتصادي ستونزې زیاتې کړې دي.
 
https://avapress.com/vdcd950xoyt0ko6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته