کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل - کندهار لویه لار د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده

1 سنبله 1401 ساعت 8:55

د فواید عامې وزارت چارواکي وايي، د سېلابونو د راوتلو له امله د کابل – کندهار لویه لار د غزني ولایت په یو شمېر سیمو کې تړل شوې ده.


آوا: د فواید عامې وزارت چارواکو د دغې لویې لارې له ټولو مسافرو غوښتي چې تر راتلونکي خبرتیا پورې دې پر دې لار له تګ راتګ ډډه وکړي.
 
د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د تېرو څو ورځو ويجاړونکي سېلابونو ډېر مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
 
د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري په یوه ټویټ کې له نړیوالې ټولنې او نړیوالو مرستندویه موسسو غوښتي چې خپل بشري ماموریت سرته ورسوي او په بېلابېلو ولایتونو په تېره بیا لوګر او غزني کې له سیلاب ځپلو سره مالي مرستې وکړي.
 
نظري دغه راز له مرستندويه ادارو څخه وغوښتل چې د قربانيانو لپاره د سرپناه او کورونو په جوړولو کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.
 
که څه هم د ملګرو ملتونو د دفتر مرستیال له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت له مسوولینو سره په لیدنه کې په ۱۱ ولایتونو کې له ۶۰۰۰ کورنیو سره لومړنۍ مرستې اعلان کړې، خو د وروستیو سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو کچه لوړه ده او په دې برخه کې لا زیاتو مرستو ته اړتیا لري.
 


د مطلب کود: 257479

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257479/د-کابل-کندهار-لویه-لار-ترافیکو-پرمخ-تړل-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com